ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو درېیو کلونو کې د فاریاب د دهندرې بند ۹۵ سلنه مقدماتي چارې ترسره شوې

په تېرو درېیو کلونو کې د فاریاب د دهندرې بند ۹۵ سلنه مقدماتي چارې ترسره شوې

author avatar
3 Dec 2020 - 18:45
په تېرو درېیو کلونو کې د فاریاب د دهندرې بند ۹۵ سلنه مقدماتي چارې ترسره شوې
author avatar
3 Dec 2020 - 18:45

ميمنه (پژواک،١٣ لیندۍ ٩٩): د فاریاب د دهندرې بند په اړه د پژواک موندنې ښيي چې د دغه بند د جوړېدو چارې چې شاوخوا درې کاله مخکې پیل شوې تر اوسه هم په مقدماتي مراحلو کې دي، قراردادي شرکت ادعا کوي تر اوسه یې په دغه برخه کې دوه میلیون ډالر مصرف کړي خو حکومت نه دې ورکړي.

د پژواک خبري اژانس د یوه راپور له مخې، د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د دهندرې بند د جوړېدو چارې د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۳۰ مه پیل شوې وې.

د هغه وخت د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو ویلي وو چې یاد بند افغانستان کې د پنځو لویو بندونو له ډلې دی چې ۶۷ متره لوړوالی لري، له ۲۰ میلیون مترمکعب ډېرې اوبه په کې زېرمه کېږي او د ۳۷ میلیون ډالرو په ارزښت به په راتلونکو پنځو کلونو کې د دولت له بودیجې جوړ شي. د یاد بند په جوړېدو شاوخوا څلور زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبیېږي او دغه بند د یو نیم مېګا واټ برېښنا د تولید وړتیا لري.

خو د ۱۳۹۶ کال د مرغومي په پنځمه د پژواک موندنو په ډاګه کوله چې د شاوخوا درېیو کلونو په تېرېدو د دغه بند د جوړېدو یوازې دوه سلنه کار ترسره شوی دی.

د پژواک وروستۍ موندنې هم ښيي چې تر اوسه ددغه بند مقدماتي کارونه دوام لري او اساسي کار یې نه دی پیل شوی، خو د قراردادي شرکت مسوولان ګواښ کوي چې که مصرف شوې پیسې ترلاسه نه کړي ددغه بند د جوړېدو چارې به ودروي.

د مدني بنسټونو او ولایتي شورا استازي د دغه بند د جوړېدو د کار پر سستوالي نیوکه کوي.

په فاریاب کې د مدنې ټولنو د شبکې رییس سید زین الدین عابدي چې په دې وروستیو کې یې د دهندرې له بند څخه لیدنه کړې پژواک ته وویل: ((دهندرې او چهارتوت سیمې ته چې د دهندرې بند په کې جوړېږي لاړم، له خلکو او د دولت له وسله والو مخالفینو سره مې خبرې وکړې او په سیمه کې هېڅ ډول بندیز نه شته. ترسره شوی کار مې ولید یوازې څو نقطو ته د تبلیغ او خلکو غولونې لپاره چاودنه ورکړل شوې او کیندلې یې دي چې تر سیوري لاندې یې غلا ته دوام ورکړي.))

نوموړي زیاته کړه: ((د دهندرې بند پروژه د فاریاب د خلکو لپاره په سرطان دانه بدله شوې او دغه پروژه د سترو غلو او خلکو ته دوکه ورکوونکو لاس ته ورغلې او هېڅ کار یې نه دی ترسره شوی.))

د نوموړي په خبره، په دې پروژه کې لوی اداري فساد موجود دی.

په ورته وخت کې د فاریاب د ولایتي شورا غړي سید عبدالباقي هم وویل، له څو نقطو پرته چې د دهندرې بند په سیمه کې کیندل شوې نور هېڅ کار نه دی ترسره شوی.

نوموړي له حکومته وغوښتل چې د دهندرې بند د چارو د چټکتیا برخې ته جدي پاملرنه وکړي ځکه دا په هېواد کې یوه حیاتي پروژه ده.

هغه زیاته کړه: ((که د دغه بند د جوړېدو برخې ته توجه ونشي، خلک د قراردادي شرکت او اړوند ارګانونو له دروغو او ناغېړۍ تر پزې راغلي او ستر لاریونونه به ترسره کړي چې دغه ډول حرکتونه به بدې پایلې ولري.))

د فاریاب ولایت مقام هم مني چې د دغه بند د جوړېدو چارې په سستۍ روانې دي.

د فاریاب والي نقیب الله فایق نن پژواک ته د دهندرې بند د جوړېدو له چارو شکایت وکړ او وویل، قراردادي شرکت یوازې وخت ضایع کوي.

هغه زیاته کړه: ((د دهندرې بند په سیمه کې د پام وړ کار نه دی ترسره شوی او دغه حیاتي پروژه د ماهرو غلو لاس ته لوېدلې، په دې اړه مې د خلکو له ادرسه ولسمشر ته بشپړ راپور ترتیب او وړاندې کړی.))

نوموړي وویل، په دغه راپور کې یې له لسمشره غوښتي څو هغه کسان چې له یادو غلو سره یې د ددغه بند د جوړېدو لاسلیک کړی او د پروژې اخیستونکي عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.

فایق زیاته کړه: ((د فاریاب خلک په سترو او عام المنفعه پروژو کې بخت نه لري، له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې حیاتي پروژې لکه دغه پروژه او د المار ولسوالۍ د بند پروژه د مافیايي شبکې لاس ته ورغلې، داځل خلک تر پزې راغلي او هره ورځ ډلې ډلې ولایت مقام ته راځي او د دهندرې بند د چارو د سستۍ په اړه پوښتنه کوي.))

قراردادي شرکت: د پیسو د ترلاسه کولو په صورت کې د بند اساسي چارې ژر پیلوي

د  «مپتا جی وي» شرکت استازي او د دهندرې د بند د پروژې مدیر حمید رضا فتح الله زاده وویل، یو کال کېږي چې د بند په سیمه کې کار کوي د اوبو او انرژۍ وزارت د مخکنیو مسوولینو په توافق یې د پروژې پخوانی ډیزان تغییر کړ، تجهیزات یې وپېرل او کیندنې ترسره شوې.

د نوموړي په خبره، تر اوسه یې د دغه بند د جوړېدو په برخه کې دوه میلیون امریکايي ډالر مصرف کړي دي، له دې امله چې کار ورکوونکي پيسې نه ورکوي مجبور شوي چې خپل فعالیتونه کم کړي.

هغه وویل، څو ځله یې د اوبو او انرژۍ وزیر سره د بودیجې په اړه خبرې کړې خو وزیر ویلي، ترڅو چې د دهندرې بند په ډیزان کې د تغییر قېمت وروستۍ نه شي پیسې نه شي ورکولای.

نوموړي وویل: ((مالي کال په ختمېدو دی او د ژمي موسم راورسېد، د نوي کال په پیلېدو به ماشتې وخت تېر شي څو د پروژې قېمت وروستی او د تدارکاتو له لارې مالیې وزارت او وروسته یې پیسې بانک ته انتقال شي، ترهغې وخته نه شو کولای د بودیجې د اجرا په تمه پاتې شو.))

نوموړي وویل، د بند لوړني فعالیتونه بشپړ شوي دي، له دې وروسته د پروژې اصلي او عمده چارې پیلېږي. لږ تر لږه هره میاشت ۶۰۰ زره امریکايي ډالرو ته اړتیا ده څو کار دوام پیدا کړي. که تر راتلونکو څو ورځو موجوده ستونزې حل او شرکت ته پیسې ورنکړل شي دوی مجبور دي چې د کار جریان بند کړي، په دې صورت کې به ځنډول شوې پروژې ته زیان ورسېږي.

د ده په خبره، دوی د افغانستان حکومت او خلکو لپاره لوی خدمت کړی، د بند مخکنی ډیزاین چې هندي انجنیرانو ترتیب کړی و له تخنیکي اړخه ډېرې ستونزې درلودې، د بند کاسه له خاورو ډکېده. احتمال و چې په سېلابونو کې تخریب شي خو دوی په کې بدلون رامنځته کړ چې د اوبو د کاسې ظرفیت لوړ شو، د فاریاب خلک تر راتلونکو ۱۰۰ کلونو د څښاک، زراعت او نورو اړتیاوو لپاره د اوبو د نشتون له ستونزې خلاصېږي، که په پخواني ډیزان یې کار ترسره کړی وای تر اوسه به د بند ۶۰ سلنه چارې بشپړې شوې وای.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې مسوولان: د بند ۹۵ سلنه مقدماتي کارونه بشپړ شوي

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې ویاند نظام خپلواک پژواک خبري اژانس ته وویل، د دهندرې بند په سیمه کې کار جریان لري او د دغې پروژې د ډیزان او مطالعې مرحلې وخت نیسي.

هغه زیاته کړه: ((تر څو چې موږ ډیزاینونه بشپړ نه کړو او پایله یې وروستۍ نه شي نشو کولای د بند د جوړېدو عملي کار پیل کړو. خو اوس په سیمه کې کیندنې روانې دي او ډیزاینونه ۹۵ سلنه بشپړ شوي دي.))

د نوموړي په خبره: ((کمپنۍ د ترسره شوو کیندنو او ساختماني کارونو اسناد موږ ته سپارلي، هغه قېمت چې په قرارداد کې دی کمپنۍ موږ ته په ډېر قیمت راکړی، دغه موضوع د کمېټو لخوا ارزول کېږي، وبه ارزول شي او قېمتونه به یې مشخص شي او وروسته که ادارې ومنله موږ د دوی پیسې ورکوو، ترڅو چې اسناد وروستي نه شي پیسې نه ورکول کېږي.))

نوموړي روښانه کړه چې که ډیزانونه تکمیل شول ښايي د پروژې قېمت هم تغییر کړي، یا کم شي او یا ډېر. په دغه صورت کې د شرکت د قېمت په اړه تصمیم نیول کېږي.

Visits: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.