ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صالح: د مسافرو د کرونا جعلي ټیسټونو د افغانستان لابراتوارونه بې اعتباره کړي

صالح: د مسافرو د کرونا جعلي ټیسټونو د افغانستان لابراتوارونه بې اعتباره کړي

author avatar
8 Dec 2020 - 16:21
صالح: د مسافرو د کرونا جعلي ټیسټونو د افغانستان لابراتوارونه بې اعتباره کړي
author avatar
8 Dec 2020 - 16:21

کابل (پژواک، ١٨ لېندۍ ٩٩): د ولسمشر لومړی مرستیال وایي چې د افغانستان خصوصي لابراتوارونو سکټور د مسافرو د کرونا جعلي معایناتو د هېواد د لابراتوارونو تصدیق بې اعتباره کړی او له امله یې ځینو هېوادونو ته پروازونه هم کم شوي؛ خو په مقابل کې یې د خپلې پانګې لږ تر لږه ۷ برابره ګټه ترلاسه کړې ده.

د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د «سهار شپږنمیو» په ناسته کې  د ځینو هغو کسانو لپاره چې بهر ته ځي، د خصوصي لابراتوارونو له خوا د کرونا معایناتو جعلي پایلو وړاندې کولو په اړه په داسې حال کې خبرې وکړې چې د روان کال د تلې په ۲۴مه د پژواک خبري اژانس د یوه راپور له مخې، هغه اسناد چې پژواک ترلاسه کړي، ښيي چې د کرونا معایناتو منفي ښودو لپاره ځیني خصوصي روغتونونه هغو کسانو ته چې بهر ته سفر کوي، د پیسو په بدل کې جعلي سندونه ورکړي دي.

امرالله صالح نن (د لېدۍ ۱۸مه) د «سهار شپږنیمو» په ناسته کې وویل: «له بده مرغه په کابل ښار کې د ځینو خصوصي لابراتوارونو له خوا د بهرنیو پروازونو مسافرو ته د جعلي معایناتو ورکول  د دې لامل شوي چې یو شمېر بهرنیو هېوادونو ته له افغانستان پروازونه محدود شي او د افغاستان د لابراتوارونو تصدیقونه یې بې اعتباره کړي دي.»

هغه زیاته کړه: «له بده مرغه دوو کسانو چې له لابراتواره یې جلعي تصدیقونه اخیستي وو، د دې خاورې مشهور او میلیونر کسان دي. دغې جعلکاري د افغانستان اقتصاد ته سخت ټکان ورکړی دی.»

نوموړي وویل چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۱۲۴زرو مسافرو د کابل له هوایي ډګره پرواز کړی، خو جعلي تصدیقونه د دې سبب کېږي څو د مسافر شمېر کم شي.

صالح ویلي: «هر مسافر په تګ راتګ کې مالیه ورکوي او موږ هغه پیسې د ټولنې د خدمت لپاره لګوو.»

هغه زیاته کړه: «سر له ننه به د امنیتي تړون لسګونه رضاکاران د چک چارې خپله ترسره کوي او د مدیریت شوي رشوت په وړاندې کولو سره به پیدا کړي چې کوم لابراتوار فاسد دی. زه د دغه مېتود له افشا کولو وېره نه لرم.»

هغه په پای کې ویلي چې افغانانو تر اوسه نږدې پنځلس میلیونه ډالر د کرونا پر ټسټونو لګولي، په داسې حال کې چې د خصوصي لابراتوارونو په سکټور کې ټوله پانګونه دوو میلیونو ډالرو ته نه رسېږي؛ یعنې د خپلې پانګې شاوخوا ۷ برابره ګټه یې ترلاسه کړې ده.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.