Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په امريکا کې د کرونا ناروغانو شمېر ١٥ ميليونو ته ورسېد

کابل (پژواک، ١٨ ليندۍ ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس د ناروغانو شمېره ٦٨ ميليونو ته رسېدلې چې ١٥ ميليونه يې يواځې په امريکا کې دي.

د کرونا ويروس چې يو کال وړاندې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢١٠ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې يې دويمه څپه پيل شوې ده.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن مازيګره پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٦٨ ميليونه کسانو څخه اوښتى دى.

دغې سرچينې زياته کړې چې تراوسه څه باندې ٤٧ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي، يو ميليون او ٥٥٤ زره کسان مړه شوي دي.

د ياد پوهنتون د معلوماتو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې څه دپاسه ٣٠٠ زره کسان پر کرونا اخته او شاوخوا اووه زره کسان مړه کېږي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې ١٥ ميليونه کسان، په هندوستان کې نهه ميليونه او ٧٠٠ زره او په برازيل کې ٦ ميليونه او ٦٢٨ زره کسان پر کرونا اخته شوي دي.

سرچينې زياته کړې، په امريکا کې ٢٩٠ زره، په هندوستان کې ١٤١ او په برازيل کې ١٧٧ زره کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين، چيلي، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تراوسه څه د پاسه ٤٨ زره کسان پر کرونا اخته شوي، ١٩٠٨ کسان مړه او تر ٣٨ زرو ډېر کسان بېرته روغ شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.