ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګردېز- ډنډپټان لويه لار بېرته د ترافیکو پر مخ پرانيستل شوه

د ګردېز- ډنډپټان لويه لار بېرته د ترافیکو پر مخ پرانيستل شوه

author avatar
14 Dec 2020 - 10:52
د ګردېز- ډنډپټان لويه لار بېرته د ترافیکو پر مخ پرانيستل شوه
author avatar
14 Dec 2020 - 10:52

ګردېز (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۹۹): د پکتيکا حکومتي مسوولين وايي چې د ګردېز- ډنډپټان لويه لار د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې بېرته د ترافيکو پر مخ خلاصه شوې ده.

له شاوخوا پنځو مياشتو راهيسې وسله والو طالبانو دا لار د ميرزکې او احمدخېلو ولسواليو په ځينو برخو کې تړلې وه.

خلک د دې لويې لارې پر خلاصون ډېر خوښ دي او له امنيتي ارګانونو غواړي چې د دايمي ډاډمن خلاصون لپاره يې تدابير ونيسي.

د ډنډپټان ولسوالۍ اوسېدونکی او د دې لارې مسافر زمان خان وايي چې د لارې د تړل کېدو له امله له سختو ستونزو سره مخ و او خلکو پرې په ډاډه زړه سفر نه شو کولای.

خان وويل: ((د جنګ له لاسه ټول ستړي يو، دوی يوازې پر چوکيو جنګ کوي. په کليو کې خلک ستونزې، مريضان او مشکلات لري، لارې بايد بندې نه کړي.))

د دې لارې يو ټکسي چلوونکى صديق ځاځی وايي چې د يادې لارې د تړل کېدو له امله ډېر خلک لومړی خوست او بيا ګردېز ته راتلل او د خلکو پر ژوند او کار يې خورا ناوړه اغېز کړی و.

ځاځي زياته کړه: ((طالبان سوله نه کوي او خپله خبره سر ته نه رسوي، له دې امله موږ ډېر خپه يو؛ ځکه يوه ورځ خو نه ده، طالبان هم وو او لاره هم ډېره خرابه ده، ځيني وخت چې مريض را روان کړو، په لاره کې ساه ورکوي.))

قومي مشر عبدالله نيوکه وکړه چې وسله وال طالبان تل د خلکو د ځورولو لامل شوي او د سولې او اوربند په اړه د خلکو غوښتنو ته درناوی نه کوي.

نوموړي د يادې ډلې له مشرتابه وغوښتل چې په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره جدي و اوسي او د لويو لارو تړلو او پلونو ويجاړولو پر ځای پر سياسي جوړجاړي تمرکز وکړي.

بل لور ته د پکتيا والي محمد حليم فدايي وايي، په لومړيو کې د خلکو غوښتنه دا وه چې ياده لار دې د خبرو له لارې خلاصه شي؛ نو ځکه په کې ځنډ رامنځته شو.

فدايي وويل چې وسله وال طالبان خبرو ته ژمن پاتې نه شول او حکومت اړ شو چې له مسووليت سره سم د خلکو د هوساينې لپاره له نظامي لارې کار واخلي.

نوموړي زياته کړه: ((نن خوشبختانه دا لاره له پاټکيانو خلاصه شوه او د دايمي اساسي امنيت لپاره مو تدابير نيولي دي.))

دغه راز د پکتيا امنيه قوماندانۍ وايي، د لارې د خلاصون په عملياتو کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

د قوماندانۍ وياند حيات الله نظامي وويل چې په دې عملياتو کې يو پوليس هم وژل شوی او د ګډو ځواکونو دوه تنه ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، د ګردېزــ پټان پر لويه لاره نهه ولسوالۍ پرتې دي او د دې لويې لارې تړل کېدو له امله د شپږو ولسواليو خلکو ګردېز ته په اسانۍ تګ راتګ نه شو کولای.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.