غزني، کندهار (پژواک، ۲۸ لیندۍ ۹۹): حکومتي مسوولین وايي چې په کندهار او غزني ولايتونو کې د طالبانو په بريدونو کې ۵۹ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د غزني د والي وياند وحیدالله جمعه زاده، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا دولس بجې د دولت وسله والو مخالفينو غوښتل چې د غزني د قره باغ ولسوالۍ په کرو سۍ سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر يوې پوستې بريد وکړي.
خو ده زياته کړه، وسله وال د افغان امنيتي او هوايي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخامخ شول او له همدې امله هغوی ته درانه تلفات واوښتل.
د هغه په وينا، په دغه بريد کې د وسله والو مخالفينو ۳۰ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي. د جګړې په ډګر کې د دښمن ډېر جسدونه پاتې دي او هم د هغوی يوه اندازه وسلې او مهمات هم د ګډو امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د غزني د والي وياند په ډاګه کړې چې په دغې جګړه کې ملکي کسانو او افغان امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
له بلې خوا د ملي دفاع وزات وايي چې د کندهار په ارغنداب کې هم ۲۹ طالبان ووژل شول.
له دې وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د طالبانو بریدونه دفع کړل چې په پایله کې ۲۹ طالبان ووژل شول او ۴ نور یې ټپیان شول.
سرچينه زياتوي، د دښمن زیاته اندازه وسلې او مهمات هم له منځه یوړل شول.
خو بايد وويل شي چې د يادو دواړو بريدونو د تلفاتو په اړه وسله والو مخالفينو په ځانګړي ډول طالبانو څه نه دي ويلي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن