ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې کرونا شل کسان مړه کړي

author avatar
20 Dec 2020 - 14:28
author avatar
20 Dec 2020 - 14:28

کابل (پژواک، ٣٠ لېندۍ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٤١ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٠٦٧٧ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لېندۍ په ٣٠مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٤٣١ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ١٤١ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٠٦٧٧ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې ٢٦ په تخار، ١٤ په کابل، ١٤ په بلخ، ١١ په پکتيا، ١٠-١٠ په ننګرهار، غزني او خوست، ٧- ٧ په کندهار، پکتيکا، جوجان او سرپل، پنځه په پروان، څلور په باميان او بدخشان، درې په زابل او يوه- يوه هم کونړ او لغمان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٥٩ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٣٩١٥٨ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٢٠ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٠٧٤ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.