ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر ۲۴ ساعته په ۱۷ ولایتونو کې د کرونا ۲۱۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

author avatar
21 Dec 2020 - 14:23
author avatar
21 Dec 2020 - 14:23

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢١١مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٠٨٨٨ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د مرغومي په لومړۍ نېټه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٢١٤ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٢١١ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٠٨٨٨ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٧٨ کسان په هرات، ٣٩ په کابل، ١٩ په ننګرهار، ١٥ په لغمان،١٠په غزني، ٧-٧ په کندهار او فارياب، شپږ په خوست، پنځه-پنځه په بلخ، پکتيا او کونړ، څلور په اروزګان، درې-درې په بدخشان او پکتيکا، دوه-دوه نيمروز او زابل او يو هم په سرپل ولايت کې پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٥٤٣ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٣٩٧٠١ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ١٥ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٠٨٩ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو، چې د کرونا پېښې په هېواد کې يوځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.