Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست ښار (پژواک، ٢ مرغومى ٩٩): امنيتي سرچينې وايي چې د صبريو ولسوالۍ د يعقوبيو په ښارګوټي کې د ماین چاودنه شوې، چې له امله يې څلور کسان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

سرچينې زياتوي چې چاودنه نن د‌ مرغومي په دويمه له ماسپښين وروسته د ملي اردو د ګزمې پر موټر شوې.

يوی امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي پژواک خبري اژانس ته وويل،په دې چاودنه کې د ملي اردو د‌ يوه بريدمل په ګډون څلور کسان وژل شوي او د ملي اردو د يوه سرتېري په ګډون ۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

بل لورته د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر حبيب شاه انصاري وايي چې له يادې پېښې يواځې دوه ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

د يادې چاودنې مسووليت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

په دې اړه به نور جزييات وروسته خپاره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.