ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د تېرو ٢٤ ساعتونو پر مهال د کرونا له امله ٢١ کسان مړه شوي

author avatar
23 Dec 2020 - 15:37
author avatar
23 Dec 2020 - 15:37

کابل (پژواک، ٣ مرغومی ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٧١ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥١٣٦٠ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د مرغومي په درېيمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٠٥٧ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٢٧١ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥١٣٦٠ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې ٦١ په هرات، ٥٩ په کابل، ١٧ په پروان، ١٣ په کاپيسا، ١٢-١٢ په ننګرهار او بغلان، ١١ په لغمان، ١٠-١٠ په تخار، ميدان وردګ او پکتيکا، ٨ په خوست، ٧-٧ په کندهار او کونړ، ٦ په هلمند، ٥ په غزني، ٤-٤ په لوګر، غور او پنجشېر، ٣ په بلخ او ٢-٢ په پکتيا، نيمروز، بادغيس او بدخشان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٣٦ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٣٩٩٢٠ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٢١ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢١٢٦ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې د کرونا پېښې په هېواد کې يو ځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.