ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت او طالبان دې د سولې خبرو د برياليتوب لپاره اوربند وکړي”

author avatar
24 Dec 2020 - 15:22
author avatar
24 Dec 2020 - 15:22

جلال اباد (پژواک، ۴ مرغومی ۹۹): د ملکي وګړو د خونديتوب کاري ډله وايي چې افغان حکومت او وسله وال طالبان دې د سولې د بين الافغاني خبرو د بريالي کېدو په موخه اوربند وکړي.

دوی دا څرګندونې د مرغومي په ۴مه جلال اباد ښار کې د لاريون پر مهال وکړې.

د دغه لاريون ګډونوالو غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې د سولې مذاکراتي ټيمونه د سولې بين الافغاني خبرې بيا پيل کړي، خو ټينګار کوي چې دا پړاو دې په هېواد کې دننه پيل شي.

د لاريون يو ګډونوال چترال همت شينواری وايي، اوربند ځکه اړين دی چې هره ورځ د جګړو له امله ټول هېواد کې لسګونه او سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د هغه په خبره، که وسله وال طالبان او افغان حکومت رښتيا هم د سولې نيت لري، نو بايد اوربند وکړي ځکه د جګړو دوام او د سولې خبرې په يوه وخت کې پايله نه ورکوي.

ظاهر شاه چې د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی او پر دواړو پښو معيوب دی، په لاريون کې يې د برخې اخيستو موخه دا په ګوته کړه چې ګواکې د جګړو دوام به داسې نور ځوانان هم د ژوند له خوږو بې برخې کړي.

دی زياتوي، دوه نور وروڼه يې هم جګړو همداسې معلول کړي خو غوښتنه يې د اوربند ده چې په خبره يې هېڅ ځوان به له ستونزو سره مخ نه شي.

د يادولو ده چې قطر کې د بين الافغاني خبرو اترو لپاره د وسله والو طالبانو او افغان حکومت استازي د شل ورځنۍ رخصتۍ لپاره تللي او د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.