ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو هندي شرکت له افغانستان څخه دوه زره ټنه زيره اخلي

author avatar
25 Dec 2020 - 15:15
author avatar
25 Dec 2020 - 15:15

کابل (پژواک، ٥ مرغومى ٩٩) : د هندوستان يوه شرکت له افغانستان څخه د ٣٠٨ ميليونه افغانيو په ارزښت د زيرې واردولو هوکړه ليک لاسليک کړ.

د هندوستان په ممبي ښار  کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ سوداګريزې اتشې محمد نافع سروري د مرغومي په ٥مه، پژواک اژانس ته وويل، چې له افغانستان څخه د هندوستان ممبي ښار ته د ۲۰۰۰  ټنو سپنې زيرې د صادرولو هوکړه ليک لاسليک شو .

هغه زياته کړه، نوموړي د افغان قونسل جنرال ذکيه وردګ په شتون کې په خپله دغه هوکړه ليک د جابز انټرنيشنل په نوم  (Jabs International)  هندي شرکت سره يې د کلني صادراتو ليک لاسليک کړ.

د سروري په وينا، ددغه هوکړه ليک له مخې به دغه هندي شرکت د کال د ۴ ميليونه ډالرو په ارزښت ۲۰۰۰ ټنه سپينه زيره له افغانستان څخه ممبي ښار ته واردوي او بيا به يې د هند د زيرې مختلفو بازارو ته عرضه کوي .

د هندوستان  په ممبي ښار کې د افغانستان اسلامي جمهوريت جنرال قونسلې ذکيه وردګ د کرونا ويروس له امله په روان وضيعت کې دغه هوکړه ليک د افغانستان لپاره خورا مهم وباله.

هغې زياته کړه، چې په ممبي کې د افغانستان اسلامي جمهوريت جنرال قونسلګري به په نورو برخو کې هم له هندي شرکتونو سره ورته هوکړه ليکونه لاسليک کړي.

سروري وايي، چې (Jabs International) هندي شرکت له دې مخکې زيره له سوريې او پاکستان څخه واردوله ، خو د افغان قونسلګرۍ په نوښت د افغانستان په تجارتي نندارتون کې له ګډون وروسته يې دې ته لېوالتيا ډېره شوه.

Visits: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.