Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٩): د ننګرهار حکومتي مسوولين وايي چې په جلال اباد ښار کې د داعش ډلې د مالي مسوول په ګډون شپږ کسان نيول شوي دي.

د ننګرهار د ولايت مقام مطبوعاتي مسوول عطاءالله خوږياڼي د مرغومي په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې جلال اباد ښار کې د داعش ډلې مالي مسوول نیول شوى دى.

هغه وايي چې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند بیزاکمالاتي سیمه کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو شپني عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د داعش ډلې مالي مسوول او درې نور شکمن کسان نیولي شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې،نیول شوی کس چې نابينا دی، په تېر کې یې د افغان دولت پر خلاف تبلیغات او داعش ډلې ته یې د جلب او جذب لپاره تقریرونه هم کړي دي.

دغه راز ده وويل چې د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار او تورخم ښارګوټي کې د ملي امنيت موظفينو د وسله والو طالبانو دوه غړي نيولي دي.

خوږياڼي وايي چې په نيول شويو کسانو کې يو تن چې اصلي د ننګرهار حصارک ولسوالۍ اوسېدونکی دی، خو اوسمهال په پاکستان هېواد کې ژوند کوي او يو تن بل د کونړ ولايت اوسېدونکی دی.

د هغه په وينا، نيولو شويو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی د‌ى.

بل لورته داعش او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.