کابل (پژواک، ۱۱ مرغومی ۹۹): په کابل کې د برېتانیا سفارت یو ځل بیا په افغانستان کې د ټول شموله عادلانه سیاسي هواري په برخه کې له اوسني رامنځته شوي فرصته د استفادې په برخه کې پر خپلو کړو ژمنو ټینګار کړی دی.
یاد مطلب په کابل کې د برېتانیا سفارت په هغې خبرپاڼه کې راغلی چې یوه کاپي یې پژواک خبري اژانس هم ترلاسه کړې ده.
په کابل کې د برېتانیا مرستیال سفیر ایان کولارډ ویلي چې د تاتریخوالي لوړه کچه له افغانانو قرباني اخلي او د بشري حقونو پر فعالانو، خبریالانو او دولتي کارکوونکو هدفي بریدونه د ډېرېدو په حال کې دي.
د نوموړي په خبره، سوله د وینې تویېدو پای ته رسېدو او د داسې افغانستان رامنځته کېدو یوازینۍ حللار ده چې ټول خلک په کې له ډار پرته ژوند وکړي.
هغه روښانه کړه: ((موږ په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ژر پای ته رسېدو غوښتنه کوو.))
دغه لوړپوړي برېتانیايي چارواکي د ۲۰۲۱ میلادي کال د را رسېدو په مناسبت ویلي: ((په کابل کې د برېتانیا سفارت ټول افغان ملت ته په ۲۰۲۱ کال کې د روغتیا او نېکمرغۍ هیله کوي.))
نوموړي زیاته کړې: ((موږ هیله من چې راتلونکی کال به د افغانانو لپاره د سولې او ارامۍ کال وي.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP