ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د کرونا له امله تر اوسه ٢٢٢٢ کسان مړه شوي

author avatar
2 Jan 2021 - 14:22
author avatar
2 Jan 2021 - 14:22

کابل (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٢٠ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۵۲٧٠٦ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د مرغومي په ١٣ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٢٣٠ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ١٢٠ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۵۲٧٠٦ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ٤٣ کسان په هرات، ٢٧ په تخار، ١٦ په فراه، ١١ په ننګرهار، ٤-٤ په کابل او کونړ، ٣-٣ په زابل او لغمان، ٢ په بغلان او ١-١ په کندهار، بلخ، پروان نيمروز، دايکنډى، سمنګان او سرپل ولايتونو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١١٦ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۲٢٩١ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ١١ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٢٢٢ ته ورسېد.

د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د عامې روغتيا وزارت له خلکو په وار وار غوښتنه کړې چې د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.