ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په امريکا کې د کرونا ناروغانو شمېر څه باندې شل میلیونو ته ورسېد

author avatar
2 Jan 2021 - 13:39
author avatar
2 Jan 2021 - 13:39

کابل (پژواک، ١٣ مرغومى ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس ناروغانو شمېر تر ٨٨ ميليونه کسانو اوښتى چې يواځې شل ميليونه يې په امريکا کې دي.

کرونا ويروس چې يو کال مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢١٠ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې يې دويمه څپه پيل شوې ده.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه ارقام خپروي، تر نن غرمې  (د مرغومي ٦مه) پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ٨٤ ميليونه کسانو ته رسېدلی دی.

دې سرچينې زياته کړې چې تر اوسه څه باندې ٤٩ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي، يو ميليون او ٨٣٤ کسان یې له امله مړه شوي دي.

د خپرو شوو معلوماتو او ارقامو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې څه باندې ٣٠٠زره کسان پر کرونا اخته او شاوخوا اووه زره کسان یې له امله مړه کېږي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې ٢٠ ميليونه او ٣١٠زره کسان، په هندوستان کې لس ميليونه او ٣٠٥ زره، په برازيل کې اووه ميليونه او ٧٠٠زره کسان پر کرونا اخته شوي دي.

سرچينې زياته کړې، په امريکا کې ٣٥٧زره، په هندوستان کې ١٤٩زره او په برازيل کې ١٩٥زره کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين، چيلي، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تر اوسه څه باندې ٥٢٧٠٦زره کسان پر کرونا اخته شوي، ٢٢٢٢ کسان مړه او تر نږدې ٤٢زره کسان بېرته روغ شوي دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.