Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل(پژواک، ۱۴ مرغومی۹۹): ولسمشر غني وايي، تعلیمي نصاب تغییراتو ته اړتیا لري او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو بشپړ ملاتړ کوي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې تېر ماښام د پوهنې وزارت له رهبري پلاوي سره په یوه کتنه کې وکړې.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼې کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني په یاده کتنه کې وویل، پوهنې وزارت د اصلاحاتو د تطبیق په موخه د دوی بشپړ سیاسي او اداري ملاتړ لري او نه غواړي هیڅ اداره د دغه وزارت د اصلاحاتو په بهیر کې لاسوهنه وکړي.

دی وايي:”د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو بشپړ ملاتړ کوي او په اصلاحاتو کې رشته او تخصص باید په پام کې ونیول شي.”

هغه زیاته کړه چې افغانستان د ډیجیټلي کېدو پر لور ځي او په دغه بهیر کې د پوهنې ګډون ډېر مهم دی.

غني زیاتوي :”تعلیمي نصاب تغییراتو ته اړتیا لري او طبیعي علوم باید د بین المللي معیارونو مطابق واوسي او اجتماعي علوم چې د اسلام د مبین دین او زموږ له عنعنو او رسومو سرچينه اخلي، لازیات پیاوړي شي.”

خبرپاڼې لیکلي چې په دغه کتنه کې د پوهنې وزارت سرپرستې رنګينې حمیدي وویل، د دغه وزارت په بېلابېلو برخو کې همغږي ایجاد شوې او ادارې په خپلو کاري مسیرونو کې قرار لري.

نوموړې وايي:”موږ د پوهنې پر ملي پالیسۍ کار کوو او په دې برخه کې له متخصصینو سره په خبرو بوخت یوو.”

هغه زیاته کړه چې د پوهنې وزارت پر تشکیلاتو د کار ترڅنګ هڅه کوي، معارف له سیاست څخه لرې او جوړښتونه تخنیکي او سیستمونه برېښنایي کړو، ترڅو د فساد مخنیوی وشي.

د دې په وینا، موږ داسې سیستم ایجاد کړی چې هره ورځ د پوهنې د ولایتي ريیسانو له کاري فعالیتونو خبرېږو او په پوهنې وزارت کې اصلاحات په تدریجي توګه پلي کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.