Pajhwok Afghan News

 پومپيو: تېرکال په افغانستان کې هېڅ امريکايي سرتېرى نه دى وژل شوى

کابل (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٩): د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وايي چې د ٢٠٢٠ زېږديز کال پر مهال په افغانستان کې هېڅ يو امريکايي سرتېرى نه دى وژل شوى.

پومپيو تېره شپه ټويټر کې ليکلي چې افغانانو بالاخره په خپلو کې د سولې خبرې پيل کړې دي، چې دا يو ډېر لوى پرمختګ دى.

د هغه په وينا، د ٢٠٢٠  زيږديز کال له پيل راهيسې چې د طالبانو او امريکا ترمنځ تړون شوى، په افغانستان کې هېڅ امريکايي سرتېرى نه دى وژل شوى.

د يادونې ده، چې د ٢٠٢٠ کال په فبرورۍ مياشت کې دامريکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې تړون لاسليک شوى و.

پومپيو وايي چې په افغانستان کې د امريکا ماموريت د القاعده او د امريکا خاورې ته د ګواښونو ختمول دي.

د هغه په وينا،د دغه ماموريت لپاره اوس امريکا اړتيا نه لري چې زرګونه سرتېري په افغانستان کې وساتي.

ده زياته کړې: « په افغانستان کې زموږ ماموريت د القاعده ډلې او د امريکا خاورې ته د ګواښونو ختمول دي. د دغه کار لپاره هلته (افغانستان کې) د زرګونو سرتېرو اړتيا نشته . موږ خپل ملګري لرو، زړور افغانان او د ناټو ځواکونه. موږ همدغه راز دا وړتيا لرو چې له لرې خپل ځواک وکارو.»

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په داسې حال کې دا څرګندونې کړې دي چې ټاکل شوې چې د مرغومي په ١٦مه په قطر کې د افغانستان د ”اسلامي جمهوريت”او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو دويم پړاو پيل شي.

Views: 2

Exit mobile version