ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي ځواکونو بغلان کې د طالبانو يو ګمرک له منځه وړی

author avatar
5 Jan 2021 - 14:50
author avatar
5 Jan 2021 - 14:50

پلخمري (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۹): د بغلان ولایت امنیتي مسوولین وایي چې د کابل- مزار پر لويه لار د طالبانو له خوا جوړ شوی ګمرک یې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له منځه وړی دى.

د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال ویس صمیمي د مرغومي په ١٦مه رسنيو ته وويل چې تېر مازدیګر د مرکز اړوند چشمه شیر سیمه کې د طالبانو له خوا پر جوړ شوي ګمرک عمليات ترسره شوي دي.

صمیمي وایي چې په دغو عملیاتو کې ګمرک له منځه وړل شوى او ترڅنګ يې شپږ وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

هغه دا هم وويل چې د کابل- مزار لويې لارې امنيت ټینګښت په موخه جدي هلې ځلې روانې دي.

بل لور ته د بغلان نفتي موادو ادارې امر کریم شاهین پژواک ته وويل چې طالبانو د يادې لارې په اوږدو کې د نفتي توکو له موټرو پيسې اخيستې چې له امله یې د نفتي توکو بيې لوړېدې.

هغه وايي: ((اوس چې هلته عمليات شوي او لار امن شوي، نو د نفتي موادو بيې به حتمن را ټيټې شي.))

بلخوا وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو له دې مخکې د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي وو چې طالبان د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ګمرکونه لري خو يواځې له هغو موټرو پيسې اخلي او پارچه ورکوي چې له بهره افغانستان ته مالونه لېږدوي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.