ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې غړي: امریکا د افغان سولې بهیر په تړاو دوه ګونی سیاست لري

author avatar
5 Jan 2021 - 15:38
author avatar
5 Jan 2021 - 15:38

کابل (پژواک، ۱۶ مرغومی ۹۹): د مشرانو جرگي ځيني غړي د افغان سولې بهیر په برخه کې امریکا پر دوه ګوني سیاست تورنوي او هیله څرګندوي چې د سولې خبرو دویم پړاو به د سولې ټینګښت په برخه کې لاسته راوړنې ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت مرکچي يلاوی د بین الافغاني خبرو دویم پړاو لپاره قطر ته تللی دی.

د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې په همدې اړه خبرې وشوې.

د مشرانو جرګې غړي کامل بېګ حسیني قطر ته د افغان مرکچي پلاوي تلو په اړه وویل: ((هیله من یو چې د خبرو دغه پړاو به د مخکې په پرتله توپیر ولري او د افغان دولت مرکچي پلاوی به د خلکو لپاره لاسته راوړنې ولري.))

د جرګې غړې انارکلي هنریار هم د سولې خبرو دویم پړاو پیلېدو د ملاتړ ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې د خبرو په دغه پړاو کې به اوربند وشي.

هنریار وايي، د اوربند اعلان پر دغه بهیر د باور او په هېواد کې د وینې تویېدنې پای ته رسېدو لامل کېږي او د دواړو لورو پلاوي باید د افغانانو وینې تویېدو د مخنیوي لپاره پر اوربند موافقه وکړي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار هم هیله وښوده چې د خبرو دغه پړاو به د افغانستان خلکو د خیر او غوښتنو (اوربند) پوره کېدو او سولې لامل شي.

د نوموړي په خبره، اوربند د وینې تویېدو مخنیوي او په ارامه فضا کې د خبرو له ترسره کېدو سره مرسته کوي.

هغه د افغان دولت له مرکچي پلاوي وغوښتل چې په خبرو کې له اساسي قانون، ارزښتونو، د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو په کلکه دفاع وکړي.

د جرګې څو نورو غړو هم ورته څرګندونې وکړې او ځینو یې امریکا د افغان سولې بهیر په برخه کې پر دوه ګوني سیاست تورنه کړه.

د مشرانو جرګې لومړي نایب فیصل سمېع وویل، امریکا له یوې خوا د افغان دولت او بلخوا له طالبانو ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه: ((امریکا باید د افغان سولې بهیر په اړه واحد سیاست ولري او د دښمنانو له ملاتړه لاس واخلي.))

هغه له امریکا وغوښتل، د افغانستان په اړه دې دوه ګونی سیاست پای ته ورسوي؛ ځکه د ده په خبره، طالبانو اوس هم تاوتریخوالی پای ته نه دی رسولی.

دغه راز هغه وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل باید مسوولانه او د دغه هېواد د وضعیت مطابق وي.

دی وايي، امریکا باید پر طالبانو فشار راوړي چې له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي او اوربند وکړي څو په افغانستان کې د وینې تویېدو بهیر پان ته ورسېږي.

په دې جرګه کې د کندهار د خلکو استازي رحمت الله اڅکزي هم وویل، امریکا د افغان سولې بهیر په برخه کې دوه ګونی سیاست لري او باید د هغه امنیتي تړون مطابق چې له افغان دولت سره یې لري، عمل وکړي او د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو وتل دې د شرایطو مطابق ترسره شي.

د جرګې نورو غړو هم ورته نظر درلود.

د مشرانو جرګې رییس مسلمیار وايي، د افغانستان، په ځانګړې توګه افغان سولې بهیر په تړاو د امریکا دوه ګونی چلند د نړیوالې ټولنې او افغانستان په خیر نه دی او پر امریکا د بې باورۍ لامل کېږي.

هغه له امریکا وغوښتل چې د هغه تړون پر اساس چې له افغان دولت سره یې لري، په مسوولانه ډول ګام پورته کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.