منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۰ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د چين  د حکومتي شرکت رييس د رشوت او فساد په جرم په اعدام محکوم شو

Array
· ۲ دقیقې لوستل · ۲۶۱ کتنې

کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٩) : په چين کې د يوه حکومتي شرکت پخوانى رييس د رشوت اخيستلو په جرم په اعدام محکوم شوى دى.

د امريکا غږ د راپور له مخې، دغه تن چې لاي زياومن نومېږي او ٥٨ کاله عمر لري، د چين د (هورانګ ايسټ منجمنټ) دولتي شرکت رييس و.

د راپور له مخې، نوموړى د چين د واکمن کمونست ګوند د يوې څارونکې ډلې له خوا په ٢٠١٨ زيږديز کال کې د فساد او رشوت اخيستلو په تور نيول شوى  و.

سرچينې زياته کړې چې د چين د تيانجن محکمې په خپلې پرېکړې کې ليکلي، چې د لاى زياومن جرمونه ډېر زيات دي ، هغه په تېرو لسو کلونو کې په بېلا بېلو برخو کې د ٢٦٠ ميليونه امريکايي ډالرو په اندازه  رشوت اخيستى او فساد يې کړى .

دغه راز پر نوموړي دا تور هم دى چې د يوې ښځې د درلودو  ترڅنګ يې بل پټ واده هم کړى و.

د محکمې په پرېکړه کې راغلي، چې د هغه جرم دومره ستر دى چې هېڅ ډول نرموالى ورسره نه شي کېداى.

په پرېکړه کې راغلي : (( لايي زاومن د قانون هېڅ پروا نه کوله، جرمونه يې ډېر جدي دي، بايد سخته سزا ورکړل شي. ))

د يادونې ده چې په چين کې تر ٢٠١٢ زېږديز کال وروسته د فساد پر ضد جدي مبارزه پيل شوې  او تر اوسه سلګونه لوړ پوړ ي او ټيټ پوړي چارواکي زندان ته اچول شوي دي.