ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“تر راتلونکو شپږو مياشتو به هېواد ته د کرونا واکسين را وارد شي”

author avatar
10 Jan 2021 - 18:59
author avatar
10 Jan 2021 - 18:59

کابل (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٩) : د عامې روغتيا وزارت وايي، ټاکل شوې ده د کرونا لومړۍ بسته  واکسین په راتلونکو شپږو میاشتو کې د نړیوال بانک او اسیايي بانک په مالي ملاتړ هېواد ته وارد شي.

د دغه وزارت له خوا د مرغومي په ٢١مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې معین ډاکټر بشیر نورمل او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین ډاکټر وحید مجروح؛ نن د یوې ناستې په ترڅ کې د مسوولو ادارو د استازو په شتون کې د کرونا واکسین چمتو کولو او پلي کولو د څرنګوالي په اړه بحث وکړ.

سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې د هغو کسانو لومړیتوب بندۍ چې د کرونا له ګواښ سره مخ دي، د سوړ زنځیر سیسټم له لارې د کرونا واکسین ساتل، د دې واکسین پلي کولو لپاره د زرو ټیمونو ګومارنه، د واکسیناتورانو روزنه، د روغتیایي کار کوونکو له اخته کېدو مخنیوى او د واکسین برنامې سم مدیریت په اړه د نظر تبادله وشوه.

ډاکټر وحید مجروح د کرونا واکسین د چمتووالي او پلي کولو برنامې ته د کتنې پرمهال مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د یو ځانګړي میکانیزم له لارې له دې معیارونو سره سم دې واکسین پلي کولو لپاره لازیاتې هڅې وکړي.

هغه زياته کړه، ټاکل شوې ده د کرونا واکسین لومړۍ کڅوړه په راتلونکو شپږو میاشتو کې د نړیوال بانک او اسیايي بانک په مالي ملاتړ هېواد ته وارد شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، همدارنګه د دې ناستې په دوام کې، د GAVI او HSS4 نوی پلان او د دې دواړو پروژو اوسنۍ کړنې او لاسته راوړنې په لنډه توګه وړاندې شوې.

Visits: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.