ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد ښار کې د رېکشو ډېروالي ښاريانو ته ستونزې پيدا کړې دي

د جلال اباد ښار کې د رېکشو ډېروالي ښاريانو ته ستونزې پيدا کړې دي

author avatar
10 Jan 2021 - 19:18
د جلال اباد ښار کې د رېکشو ډېروالي ښاريانو ته ستونزې پيدا کړې دي
author avatar
10 Jan 2021 - 19:18

جلال اباد (پژواک، ٢١ مرغومی ۹۹): د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار اوسېدونکي وايي، دغلته د رېکشاوو ډېروالي ګڼه ګوڼه زياته کړې چې له امله يې د ورځني ژوند کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي.

خلک وايي، د همدې ګڼې ګوڼې له امله محصلين او زده کوونکي پر وخت زده کړو ته نه رسېږي، مامورين دندو ته او حتی روغتون ته د ناروغانو وړل هم له خنډ سره مخ وي.

که څه هم د ننګرهار ترافيک وايي چې دوی تر اوسه ۱۳نيم زره شاوخوا ريکشاوو ته اسناد ورکړي خو خلک وايي، چې ډېرې رېکشې بې اسناده دي چې د ښار ګڼه ګوڼه يې زياته کړې ده.

جلال اباد چې ژمي کې ورته د کابليانو دويم کور ويل کېږي، د کابل او نورو شمالي ولايتونو ګڼ خلک د چکر لپاره راځي چې د دې ګڼې ګوڼې زياتوالي هغوی ته هم ستونزې جوړې کړې دي.

د جلال اباد ښار د دويمې ناحيې د نارنج باغ سيمې اوسېدونکی محمد رقيب وايي، هر سهار چې کله کار ځای ته ځي، له حاضرۍ يو ساعت وړاندې له کوره راوځي خو ډېر کله نيم ساعت او يو ساعت وروسته رسېږي.

نبي الله چې د جلال اباد ښار کې د يو خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي محصل دی، پژواک ته وويل، ډېر کله تېر د لومړی ساعت درسونه ځکه تېر وي چې دی ګڼه ګوڼه کې بند پاتې وي او پوهنتون ته ناوخته رسېږي.

د ښار يو بل اوسېدونکی روح الامين وايي، جلال اباد کې د ګڼې ګوڼې زياتوالی د رېکشو د ډېروالي له امله شوی او بايد د رېکشو شمېر راکم او يا هم د ښار پراختيا ته پاملرنه وشي.

ننګرهار مېشتي دغه راز غوښتنه کوي چې د دې ستونزې د حل لپاره بايد د رېکشاوو شمېر په ښار کې محدود او ښاري ملي بسونو ته زمينه برابره شي.

بلخوا د ننګرهار د ترافيکو مديريت مسوولين وایي، تر اوسه په جلال اباد ښار کې ۱۳نيم زره رېکشاو ته اسناد ورکړل شوي دي.

د ترافيکو مدير عتيق الله ايماق پژواکته وويل: ((موږ اوس عملاً په ښار کې ۱۳زره ۵۵۴ رېکشو ته موږ پلېټ ورکړي، خو دا ټول ننګرهار کې نه ګرځېږي. او بل دا چې موږ صفر پلېټ نه لرو ښار کې چې خلک کوم فکر کوي چې ۲۰۰۰۰ او څو نمبر نمبر پلېټ نو دا داسې نه ده چې دغه سند د ۲۰زره نمبر رېکشا دی، بلکې موږ ډېر نمبرونه نمبر پلېټ نه لرو.))

د هغه په وينا، يوازې د رېکشو ډېروالی ستونزه نه ده، بلکې بايد د ښار پراختيا برخې ته هم پاملرنه وشي؛ ځکه که ښار پراخ وي نو د رېکشو تګ راتګ ساحې به ډېرې وي بيا به ګڼه ګوڼه نه زياتوي.

له خلکو سره اندېښنه دا هم ده چې د بې اسنادو رېکشو ګرځېدو په وجه ښار کې نا امني او د غلاوو، وژنو او انسان تښتونې پېښې هم ډېرې کړې دي.

Views: 46

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.