ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محب طالبانوته: يوه استخباراتي اداره پر تاسو وطن ورانوي

محب طالبانوته: يوه استخباراتي اداره پر تاسو وطن ورانوي

author avatar
12 Jan 2021 - 14:12
محب طالبانوته: يوه استخباراتي اداره پر تاسو وطن ورانوي
author avatar
12 Jan 2021 - 14:12

کابل (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٩) : د ملي امنيت سلاکار وسله والو طالبانو ته ويلي چې د خپلو هغو مشرانو لپاره چې په بهر کې مېشت دي، ځانونه مه وژنئ.

د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب دا څرګندونې پرون په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو د نوي قوماندان د معرفۍ په مراسمو کې کړې دي.

هغه طالبانو ته ويلي : (( تاسو چې د چا لپاره جنګيږئ، هغوى په ارامه فضا کې کويټه، پېښور او کراچۍ کې ژوند کوي، اولادونه يې په نورو هېوادونو کې رالوى شوي دي، له افغانستان سره د زړه تړاو نه لري، تاسو د هغوى د واک لپاره خپل ځانونه مه قربانوئ، د افغانستان شتمنۍ مه ورانوئ، که سوله کوئ خداى مو راوله. ))

محب وايي، د افغانانو زړونه پر تاسو خوږيږي، يوه استخباراتي اداره تاسو د خپل هدف لپاره استعمالوي، پر تاسو ستاسو کور ورانوي.

د هغه په وينا، که دا جنګ دومره مقدس وي، ولې يې دا مشران نه کوي، ولې خپل اولادونه نه رالېږي، هغوى د واک لپاره  خپله سوداګري او قاچاق پر تاسو ساتي، د هغوى لپاره مه ځان قربانوئ او مه خپل کور ورانوئ.

د ملي امنيت سلاکار ويلي : (( څوک چې سولې ته راځي، بيا هم وايم، خداى دې راولي، په ټوله معنا باندې اماده يو، هغه څوک چې واقعاً خپګان لري، شکايت لري، ټولې خبرې به يې  واورېدل شي، خو هغه خلک چې د افغانستان دښمنان يا خپل ظلم او جبر تحميلول غواړي نو بيا د زمريانو په څېر بايد خپلې قوي دفاع ته حاضر واوسيږو. ))

هغه ادعا وکړه، چې وسله وال مخالفين کمزوري شوي، همدا اوس د کندهار او هلمند ولايت لپاره يې له ټول افغانستان څخه خلک راټول کړي، خو څوک ورسره نوره همکاري نه کوي.

ده زياته کړه : (( هر ځاى ته چې موږ سفر کړى او له خلکو سره مو ليدلي، خلکو ددوى له ظلمونو شکايت کړى دى)).

محب وايي، د مخالفينو په چاودنو کې ډېرى ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، د خداى او د قربانيانو کورنيو ته څه ځواب لري.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 483

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.