ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زرنج اوسېدونکي: پر نشه يي توکو روږدي کسان دې له ښاره ټول شي   

د زرنج اوسېدونکي: پر نشه يي توکو روږدي کسان دې له ښاره ټول شي   

author avatar
13 Jan 2021 - 14:01
د زرنج اوسېدونکي: پر نشه يي توکو روږدي کسان دې له ښاره ټول شي   
author avatar
13 Jan 2021 - 14:01

زرنج (پژواک، ۲۴مرغومی ٩٩): د زرنج یو شمېر اوسېدونکي په دغه ښار کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د موجودیت له امله اندېښنه ښودلې او وايي، د عامې روغتیا ریاست باید پر نشه يي توکو د روږدو کسانو ټولولو او د هغوی درملنې ته جدي پاملرنه وکړي.

د زرنج ښار د پنځمې ناحیې د کاکړانو سیمې اوسېدونکي بهرام حقمل پژواک خبري اژانس ته وویل، د هرې ورځې په تېرېدو د ښار په کچه پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر ډېرېږي او دغې مساله د نیمروز د خلکو لپاره ستونزې رامنځته کړې دي.

هغه د دې په روښانولو چې د نیمروز ښار په بېلا بېلو سیمو کې پر نشه يي توکو روږدي کسان لیدل کېږي زیاته کړه، د دې ترڅنګ چې چاپېریال یې ککړ کړی، غلاوې هم ډېرې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه: ((داسې وېره شته چې د استوګنې په سیمه کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د موجودیت له امله زموږ ځوانان او نوي ځوانان پر نشه يي توکو روږدي شي، دا زموږ لپاره یو جدي خطر دی.))

په ورته وخت کې د زرنج ښار د بلوار صلح سیمې اوسېدونکي عبدالله هم د ښار په هره څنډه کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو پر موجودیت اندېښنه څرګنده کړه او پژواک ته یې وویل: ((هغه کسان چې ایران ته ځي هلته پر نشه يي توکو روږدي کېږي او بېرته هېواد ته راځي، دغه وضعیت زموږ لپاره د اندېښنې وړ ده.))

هغه زیاته کړه: ((زموږ په سیمه کې غلاوې ډېرېږي، له جوماته د لمونځ کوونکو بوټ غلا کوي، که د کور دروازه خلاصه وي هر شی ترې وړي، ځکه مجبور دي چې د اړتیا پوره کولو لپاره پیسې ولري.))

دغه راز نوموړي وویل، د ماشومانو او ځوانانو په اړه سخت اندېښمن یو، ځکه وېره لري چې پر نشه يي توکو روږدي نه شي.

په نیمروز کې د مدني ټولنو د شبکې مسوول عتیق الله نورزاد پژواک ته وویل: ((له بده مرغه د ښار په څنډو کې د هرې ورځې په تېرېدو پر نشه يي توکو روږدي کسان ډېرېږي، چې د ښار منظره یې خرابه کړې.))

نوموړي هم ټینګار وکړ چې د ښار په هره ګوښه او څنډه کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو موجودیت د ځوانانو او ماشومانو لپاره ستونزې جوړوي.

یادې ټولې سرچینې له سیمه ییزو مسوولینو په ځانګړې توګه د نیمروز له عامې روغتیا ریاسته غواړي چې د ښار له بېلا بېلو سیمو پر نشه يي توکو روږدي کسان را ټول او د هغو د درملنې په موخه اقدام وکړي.

دوی وايي، پر نشه يي توکو د روږدو کسانو له درملنې وروسته دې دوی ته د کار پیداکولو په برخه کې هم پاملرنه وشي، ځکه پر نشه يي موادو د ځوانانو د روږديتوب یوازینۍ لامل بې کاري او بې وزلي ده.

د جان محمد په نوم پر نشه يي توکو روږدی چې په زرنج ښار کې له پنځو نورو ملګرو سره ناست و پژواک ته وویل، پنځه کال مخکې د بېکارۍ او بېوزلۍ له امله ایران ته لاړ، خو هلته د کار پر مهال ملګرو د بدن له درد څخه د خلاصون په موخه تریاک ورکړل.

هغه چې له تریاکو وروسته پر هېرویینو روږدی شوی زیاته کړه، له څه مودې وروسته یې هلته د کار توان نه درلود، د هغه هېواد پولیسو په زور له هېواده بهر کړ.

نوموړي وویل: ((ډېره علاقه لرم چې ښه شم، یو نورمال او روغ انسان و اوسم، خو په دې شرط چې عامې روغتیا ریاست مې درملنې ته توجه وکړي.))

په ورته وخت کې له ایرانه رد مرز شوي سعد چې پر نشه يي توکو روږدی او د زرنج ښار د نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په روغتون کې تر درملنه لاندې دی وویل: ((خوشاله یم چې درملنه مې کېږي، خو له حکومته مې غوښتنه داده چې زموږ لپاره د کار زمینه برابره کړي، څو له ابرو ډک ژوند ولرو.))

د نیمروز ولایت د عامې روغتیا ریاست سرپرست نصیراحمد هیبت پژواک ته وویل، د نیمروز د عامې روغتیا ریاست لوړ ظرفیت نه لري چې پر نشه يي توکو ټول روږدي کسان بستر او درملنه یې وکړي.

د هغه په خبره، اوس مهال د نیمروز ښار په کچه پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې درې روغتونونه (د نارینه وو ۵۰ بستره، د ښځو لپاره ۱۵ بستره او ۲۰ بستره، او د ماشومانو لپاره پنځه بستره) فعالیت لري، خو بسنه نه کوي.

نوموړي د اندېښنې په څرګندلو وویل، له دې امله چې نیمروز ولایت له ایران سره ګډه پوله لري هره ورځ لسګونه ګډوال او بېرته راستنېدونکي هېواد ته راګرځي، چې ډېری یې پر نشه يي توکو روږدي دي.

د ده په خبره، پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره فني او مسلکي زده کړې هم ورکول کېږي چې د درملنې له دورې وروسته د کار لپاره برابرېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په نیمروز کې اوس مهال شاوخوا ۱۵ زره روږدي کسان شته چې نږدې ۱۰۰۰ یې ښځې او ماشومان دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.