ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ درې ګډې پروژې پرانیستل شوې

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ درې ګډې پروژې پرانیستل شوې

author avatar
14 Jan 2021 - 14:58
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ درې ګډې پروژې پرانیستل شوې
author avatar
14 Jan 2021 - 14:58

شبرغان(پژواک، ٢٥ مرغومی ٩٩): ولسمشر غني د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ، برېښنا او نوري فایبر د ګډو پروژو پرانیسته د افغانانو د ژوند او د سیمې هېوادونو د وضعیت د ښه کېدو لامل وباله، د ترکمنستان ولسمشر وویل، د یادو پروژو پرانیسته یې د هېوادوالو مخکنۍ هیله ده.

د اقینې ــ اندخوی د ۳۰ کیلومتره اوسپنې پټلۍ، د نوري فایبر لین او شبرغان ښار د ۲۲۰ کیلو واټ سب ستیشن د پرانیستې مراسمو ته چې نن (د مرغومي ۲۵ مه) ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو په انلاین توګه خبرې وکړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په یادو مراسمو کې وویل: ((اووه کاله مخکې چې زه ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند وم، خلکو له ما پوښتنه وکړه چې بهرنی سیاست له کوم ځایه پیلوم، ما له ځنډ پرته وویل له ترکمنستانه، ځکه له ترکمنستان هېواد سره زموږ اړیکې له پخوا ښې او قوي وې. ترکمنستان د افغان سولې په برخه کې اغېزمن رول لري،  د دغه هېواد په عشق اباد کې د افغانستان سولې په تړاو جوړه شوې ناسته زموږ د ادعا تصدیق کوي.))

نوموړي زیاته کړه: ((د اوسپنۍ پټلۍ، نوري فایبر پروژې او لوی پروګرامونو لکه پاکستان ته د برېښنا انتقال (ټاپ)، هند او پاکستان ته د ګازو انتقال (ټاپي) او د اپتیک فایبر شبکه چې جنوبي اسیا د ځمکې له لارې له اروپا او نړې له نورو هېوادونو سره تړي، به د افغانستان د خلکو د ژوند او سیمې هېوادونو د وضعیت د ښه کېدو لامل شي.))

د هغه په خبره، له سوېل سره د مرکزي اسیا، ختیځې او لوېدیځې اسیا د تړلو د څلور لاري په توګه د افغانستان د موقعیت ارزښت، د مهم اقتصادي او زېربنايي پروژو د کار دوام او پرانیسته لکه د خواف ــ هرات د اوسپنې پټلۍ پرانیسته چې په دې وروستیو کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ثابتوي چې د سیمه ییز اتصال لپاره د افغان دولت لیدلوری خوب نه، بلکې یو واقعیت دی.

غني زیاته کړه: ((له ترکمنستان هېواد سره زموږ سیمه ییزې همکارۍ ډېرې مهمې دي، په دې اساس افغانستان له ترکمنستان سره درې اړخیز (افغانستان – ترکمنستان – امریکا)، (افغانستان – ترکمنستان – ایران)، ( افغانستان- ترکمنستان – اذربایجان) همکاري لري.))

هغه زیاته کړه، د افغانستان شریف خلک به په نږدې راتلونکي کې د نورو هغو پروژو د پرانیستې شاهدان وي چې افغانستان د سیمې پر څلور لاري بدلوي.

د ولسمشر په خبره، له اقینې تر شبرغانه د ۵۰۰ کیلوواټ او له شبرغانه تر مزار شریف د ۲۲۰ کیلو واټ لین د جوړېدو پشپړېدل د اقتصادي اړیکو د پراختیار او دواړو هېوادونو د وصل په برخه کې مهم ګام دی.

هغه وویل، د نوري فایبر پروژه چې د لین د جوړېدو چارې یې په اقینه بندر کې بشپړې شوې بله هغه مهمه پروژه ده چې افغانستان او ترکمنستان په کې د ګډون ویاړ لري.

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي محمد بردیوف په دغو مراسمو کې وویل، د ترکمنستان خلک د یادو پروژو په پرانیسته خوشحاله دي، ځکه د دغو پروژو د چارو بشپړېدل د ترکمنستان د خلکو پخوانۍ هیله ده.

نوموړي زیاته کړه، دغه پروژې د دواړو هېوادونو په ګټه دي، له دې وروسته افغانستان د ترکمنستان له لارې له اروپا سره تړل کېږي.

هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سیاسي، فرهنګي او سوداګریزو اړیکو پر ټینګښت ټینګار وکړ او ويې ویل: ((موږ غواړو له افغانستان سره دغه اړیکې ډېرې پراخې کړو.))

بردیوف زیاته کړه، ترکمنستان اوس پر دې کار کوي چې له افغانستان سره تر دې سترې پروژې ولري.

Visits: 46

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.