ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د ډیزلو او پټرولو بیې شاوخوا ۱۵ سلنه لوړې شوي

کابل ښار کې د ډیزلو او پټرولو بیې شاوخوا ۱۵ سلنه لوړې شوي

author avatar
16 Jan 2021 - 19:42
کابل ښار کې د ډیزلو او پټرولو بیې شاوخوا ۱۵ سلنه لوړې شوي
author avatar
16 Jan 2021 - 19:42

کابل (پژواک،٢٧ مرغومی ٩٩): نن په کابل کې د تېرې شنبې په پرتله  د تېلو، سرې ارچې، روسي سرو زرو، غوړیو او بورې بیې لوړې شوې، خو د نورو لومړنیو توکو په بیو کې تغییر نه دی راغلی.

د کابل ښار تایمني څلورلارې د هاشمي تېلو ټانک یوه کارکوونکي د معلوماتو له مخې، نن د تېرې شبنې په پرتله نن د یوه لېتر پټرولو بیه له ٣٦ څخه ٤٠ افغانيو ته او د یوه لېتر ډیزلو بیه له ٣٨ څخه ٤٣ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د هغه په خبره، په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیو له لوړېدو سره په کابل ښار کې هم د هغو بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې نن هم لکه د تېرې شنبې په څېر د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه ۵۵ افغانۍ ده.

د سرې ارچې بیه لوړه خو د بلوط بیه ټيټې شوې ده.

قدرت الله چې د کابل ښار د شهید څلورلارې سیمه کې د لرګیو پلورنځی لري وویل، د یو خروار بې پوسته بلوطو بیه د تقاضا د کمېدو له امله له ٨٢٠٠ څخه ٨٠٠٠  افغانۍ ته ټیټه شوې ده.

خو نوموړي زیاته کړه، د تقاضا د ډېروالي له امله د یو خروار سرې ارچې بیه له ۷۹۰۰ افغانۍ څخه ۸۰۰۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

د هغه په خبره، نن د تېرې شنبې په څېر د یو ټن ډبرو سکرو بیه ۶۵۰۰ افغانۍ ده.

په خوراکي موادو کې د اوړو بیه ټیټه شوې، خو د بورې او غوړو بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار په منډوي بازار کې د خوراکي توکو یوه عمده پلورونکي محمد امېد حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې شنبې په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو پلور بیه له ١٧٤٠ څخه ١٧٣٠ افغانۍ ته ټيټه شوې ده.

د نوموړي په خبره، د وارداتو د زیاتېدو او تقاضا د کمېدو له امله د اوړو بیې ټیټې شوې دي.

خو هغه زیاته کړه، نن د تېرو اوو ورځو په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه له ۲۲۰۰ څخه ۲۲۷۰ افغانۍ او د ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړیو بیه له ۱۵۵۰ افغانۍ څخه ۱۵۸۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د صادروونکو هېوادونو (مالیزیا او پاکستان) په بازارونو کې هم د یادو توکو بیې لوړې شوې دي.

د ده په خبره، نن هم لکه تېره شنبې د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو د عمده پلور بیه ۲۴۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳٠۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په  ٣٢٠ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږې خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه عمده پلورونکي حامد صوفي پژواک ته وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ١٧٥٠ افغانۍ، ۵۰ کیلوګرامه هندي بوره په٢٣٠٠ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ٢٤٥٠ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ١٦٠٠ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ٣٣٠ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

په دې اوونۍ کې د سرو زرو بیې هم لوړې شوې دي.

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ٢٩٠٠، څخه ٣٠٠٠ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د ده په خبره، نن د تېرې اونۍ په څېر د یو ګرام ۷۵۰ عیاره روسي سرو زرو بیه ۳۰۰ افغانۍ ده.

هغه وویل چې په کابل ښار کې د سرو زور بیو بدلون په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیې له بدلون سره تړاو لري.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر پېر بیه ٧٧،١٠  افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې ٤٧٩ افغانۍ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د مرغومي پر ٢٠ مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ٧٧،١٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٤٧٨ افغانۍ بدلېدې.

Visits: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.