ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي دسترخوان پروګرام ځینو سیمو کې له ستونزو سره مخ دی

د ملي دسترخوان پروګرام ځینو سیمو کې له ستونزو سره مخ دی

author avatar
16 Jan 2021 - 14:58
د ملي دسترخوان پروګرام ځینو سیمو کې له ستونزو سره مخ دی
author avatar
16 Jan 2021 - 14:58

کابل (پژواک، ۲۷ مرغومى ٩٩): ځینې سرچینې وایي، طالبانو د میدان وردګو په جلریز او د غور په تالک او شهرک ولسوالیو کې د ملي دسترخوان پروګرام د پلي کېدو مخه نیولې ده، خو طالبان دغه څرګندونې بې بنسټه بولي.

دغه راز یوه بله سرچینه ادعا کوي چې طالبانو پر یادو دوو ولایتونو سربېره د بغلان، کندوز، کندهار، هلمند او بلخ ولایتونو د لسو ولسوالیو په ۱۳۵ کلیو کې د ملي دسترخوان پروګرام د پلي کېدو مخه نيولې او له دغه پروګرامه د لس سلنه پیسو غوښتنه یې کړې ده.

خو د پژواک موندنې ښيي چې یاد پروګرام تر اوسه د هلمند ولسوالیو ته نه دی غځول شوی، د کندهار په پنجوایي کې د جګړو له امله نه دی پیل، په کندوز کې په عادي توګه روان دی او په  بغلان او بلخ کې زورواکو ستونزه جوړه کړې وه، خو قومی مشرانو حل کړې ده.

حکومتي سرچینې وایي، د یاد پروګرام له لارې، چې د روان کال د زمري په دېرشمه پیل شوی، د هېواد د نوي سلنه کورنیو هرې یوې ته  د ۴۰۰۰ افغانیو په لګښت خوراکي توکي (غوړي، وریجې، لوبیا، اوړه او د لاس وینځلو صابون) ورکول کیږي چې ټولیږ لګښت یې ۲۴۶ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسيږي.

خو یوه حکومتی سرچینه ادعا کوي چې طالبانو د بغلان ولایت په بغلان جدید او پلخمري ولسوالیو کې، د کندوز ولایت په علی اباد  ولسوالۍ کې، د غور ولایت په شهرک او تالک ولسوالیو کې، د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې، د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ، د بلخ ولایت په مارمل ولسوالۍ او د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د یاد پروګرام د پلي کېدو مخه نيولې.

ځینې سرچینې تاییدوي چې طالبانو د میدان وردګو په یوه او د غور په دوو ولسوالیو کې د ملي دسترخوان پروګرام مخه نیولې ده، خو طالبان دغه څرګندونې بې بنسټه بولي.

د میدان وردګو د ولایتي شورا غړی شریف الله هوتک وایي، وسله والو طالبانو په جلریز ولسوالۍ کې د ملي دسترخوان پروګرام درولی دی.

هغه وویل:«طالبانو جلریز کې په دغه پروګرام کې د لس سلنې حق غوښتنه کړې ده، د سيمې خلک، ولایتي شورا، د کلیو او پراختیا ریاست او د ولایت مقام هڅه کوي چې دغه ستونزه حل کړي او په اړه یې خبرې روانې دي.»

د ده په وینا، وسله وال طالبان د میدان وردګو په اکثرو نا امنو سيمو کې له انکشافي پروژو یوه اندازه پیسې اخلي.

د غور ولایت د ملي دسترخوان پروګرام مسوول حمیدالله عظیمي هم وایي چې طالبانو د دغه ولایت د شهرک او تالک ولسوالیو په ځینو کلیو کې د یاد پروګرام د پلي کېدو مخه نیولې ده.

د شهرک ولسوال غلام سخی صبوریار وایي:« طالبان له خلکو باج غواړي، خلکو موږ ته شکایت وکړ چې طالبان د دوی په سيمو کې اجازه نه ورکوي چې د ملي دسترخوان پروګرام پلى شي.»

د شهرک ولسوالۍ یوتن اوسېدونکی وایي:« طالبان نه پرېږدي چې د دولت مرسته موږ ته ووېشل شي، هغوى وایي، چې له دغو مرستو څخه دې دوی ته باج ورکړل شي، اوس نو تاسو قضاوت وکړئ چې دوی ته باج ورکړل شي نو په دغه ناچیزه مرسته به موږ څه وکړو.»

بغلان او بلخ کې زورواکو ستونزه جوړه کړې وه، خو قومی مشرانو حل کړې ده 

د بغلان د کلیو او پراختیا رئیس محمد رسول وایي چې د دغه ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په تاجکانو کلي کې یو شمېر ناپېژاندو وسله والو د ملي دسترخوان پروګرام مخه نیولې وه، خو وروسته دغه ستونزه د قومي مشرانو په  منځکړیتوب حل شوه.

هغه وایي، چې طالبان د ملي دسترخوان له خوا د توکو په وېش کې ورسره همکاري کوي او له دغه پروګرام څخه پیسې هم نه اخلي.

د بلخ ولایت د کلیو او پراختیا ريیس انجنیر باسط عیني هم وایي، چې د دغه ولایت په بلخ او چارکینت ولسوالیو کې ځینو «سیمه ییزو زورواکو او قوماندانانو» د ملي دسترخوان پروګرام ته ستونزې جوړولې، خو قومي مشرانو یې مخه ونیوه.

د هغه په وینا، د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کې د ملي دسترخوان پروګرام په عادي ډول پلی کیږي او د طالبانو په ګډون هيچا ورته ستونزه نه ده جوړه کړې.

هلمند، کندهار او کندوز

ملي دسترخوان پروګرام تر اوسه د هلمند ولسوالیو ته نه دی غځول شوی، د کندهار په پنجوایي کې د جګړو له امله نه دی پیل او په کندوز کې په عادي توګه روان دی.

د هلمند د ولایتي شورا ريیس عطاءالله افغان وایي، د ملي سترخوان پروګرام تر اوسه د دغه ولایت په ولسوالیو کې نه دی پیل شوی او د روانې مرغومې میاشتې په پيل کې د دغه ولایت په مرکز کې پرانیستل شو.

د کندهار د کلیو او پراختیا رییس نسیم ایوبي دا خبره رد کړه چې ګواکې وسله والو طالبانو د پنجوايي ولسوالۍ په ۵۲ کلیو کې د ملي دسترخوان پروګرام د پلي کېدو مخنیوی کړی او ویلي یې دي چې دوی ته په کې لس سلنه برخه ورکړل شي.

هغه وایي چې د کندهار په یاده ولسوالۍ کې د جګړو او امنیتي ستونزو له امله تر اوسه د ملي دسترخوان پروګرام نه دی پیل شوی.

د کندوز ولایت د کلیو او پراختیا ريیس دوست محمد ریحان وایي، چې د دغه ولایت په علی اباد او کندوز ولسوالیو کې د ملي دسترخوان پروګرام په عادي توګه روان دی او له هیڅ ډول ستونزې سره نه دی مخ شوی.

هغه وویل:«دغه پروګرام ته تر اوسه د طالب او یا هم کومې بلې ډلې له لوري هیڅ ډول ګواښ نه دی پیښ شوی او که چېرته پېښ هم شي نو موږ هیڅکله چاته باج نه ورکوو.»

د ملي دسترخوان پروګرام د کلیو او پراختیا وزارت په چوکاټ کې د ولسي تړون پروګرام له خوا پلی کیږي.

د یاد وزارت د پروګرامونو مرستیال پوپل حبیبي وایي چې د یو لړ ستونزو له امله یې د ځینو ولایتونو په ولسوالیو کې د ملي دسترخوان پروګرام درولی دی.

ده زیاته کړه:«د ځینو ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې موږ ته ستونزې پیدا شوې او موږ هلته دغه پروګرام درولی دی، یواځې دا بحث به نه یې [د طالبانو له خوا د لس سلنه پیسو غوښتنه] سړه هوا، نا امني او نورې ستونزې هم شته، داسې اوازې موږ ته هم رارسېدلې چې طالبانو په ځینو سيمو کې د پیسو غوښتنه کړې ده، خو موږ ته رسمي څه نه دي ویل شوي، موږ ولایتي مسوولینو ته دنده سپارلې ده چې دغه موضوع و څېړي.»

هغه روښانه نه کړه چې د ملي دسترخوان پروګرام په کومو ولایتونو کې له ستونزو سره مخ شوی دی.

خو د ولسي تړون د عامه اړیکو مسوول بکتاش مصور له جزییاتو ورکولو پرته وویل:« دا موږ ردوو چې طالبان په ځینو سيمو کې جزیه غواړي او تر اوسه موږ له داسې کومې جدي ستونزې سره نه یو مخ شوي.»

هغه وویل، په پيل کې په ځینو ولایتونو کې د ناامنیو، سړې هوا او په نور برخو کې ستونزې را منځ ته شوې وي چې دوی د قومي مشرانو په منځګړیتوب حل کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي:«اصلا دغه پروګرامونه چې پلې کیږي زموږ سيمو کې شرط دا دی چې زموږ سره به همغږي وي او شفافیت به لري، مسکینان به مشخص کیږي او د بې طرفو کسانو له خوا به مرستې ورته وېشل کیږي، که چېرته زموږ شرایطو سره دا برابر نه وي، د غلا او اختلاس احتمال په کې وي، بیا موږ اجازه نه ورکوو.»

Visits: 168

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.