کابل (پژواک، ۲۸ مرغومی ۹۹): د پلازمېنې زون پراختیا اداره په کابل ښار کې د نږدې ۷۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د څلور کیلومتره سړک جوړولو خبر ورکوي او وايي، د دغه سړک په بشپړېدو به ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه شي.
د پلازمېنې زون پراختیا ادارې رییس نجیب الله شینواري د دغه سړک پرانیستې په مراسمو کې وویل، د کابل ښار د ۱۱مې او ۱۷مې حوزو د مواصلاتي سړک د دویمې برخې چارې نن پیل شوې او په ۲۸ میاشتو کې به بشپړې شي.
نوموړي زیاته کړه، دغه سړک څلور کیلومتره اوږدوالی او ۳۰ کیلومتره عرض لري، د شاه توتک سیمې د کارېزمیر سیمې د پخوانۍ تلاشۍ له سیمې سره تړي.
د سرچینې په خبره، د دې پروژې تطبیق د شمال لویې لارې د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمېدو کې مهم دی او د ۱۱مې او ۱۷مې ناحیو مواصلاتي لار د امکان تر کچې لنډوي.
د هغه په خبره، د دې پروژې لګښت چې شاوخوا ۷۰۰ میلیون افغانۍ ته رسېږي د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې له خوا تادیه کېږي.
د پلازمېنې زون د پراختیا اداره وايي، د دې پروژې د جوړېدو چارې د (انکشاف ملي) ساختماني افغاني شرکت له خوا ترسره کېږي.
د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د انکشاف ملي شرکت رییس اسامه مبشر، د کابل والي محمد یعقوب حیدري، قومي مشرانو ګډون درلود.
Views: 59
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP