ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينې: قطر کې د سولې مرکچي پلاوو ترمنځ له یوې اوونۍ راهیسې ناسته نه ده شوې

سرچينې: قطر کې د سولې مرکچي پلاوو ترمنځ له یوې اوونۍ راهیسې ناسته نه ده شوې

author avatar
17 Jan 2021 - 16:37
سرچينې: قطر کې د سولې مرکچي پلاوو ترمنځ له یوې اوونۍ راهیسې ناسته نه ده شوې
author avatar
17 Jan 2021 - 16:37

کابل (پژواک، ٢٨ مرغومی ۹۹): په قطر کې باوري سرچينې وايي چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې په دوحه کې د دولت او طالبانو د سولې د مرکچي پلاوو غړو ترمنځ ناسته نه ده شوې.

د مرغومي په ١٦مه چې کله د دولت پلاوى قطر ته ولاړ، په سبا يې (مرغومي په ١٧مه) د دويم پړاو خبرو لومړۍ ناسته ترسره شوه چې له هغه وروسته بيا دوه نورې ناستې هم وشوې، خو له تېرې يکشنبې راهيسې بله ناسته نه ده ترسره شوې.

په قطر کې د دولت مرکچي پلاوي يوه غړي چې نه يې غوښتل په خبر کې يې نوم خپور شي، د ټيلېفون له لارې پژواک اژانس ته وويل چې د تېرې اوونۍ له یکشنبې راهیسې د دوى او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اجنډا په اړه ناسته نه ده شوې.

سرچينې وويل چې دوى څو ځلې له طالبانو هم غوښتنې کړې چې ناسته وکړي خو تر اوسه نه دي حاضر شوي.

سرچينې وويل، دوى نه پوهېږي چې مقابل لورى ولې ناستو ته زړه نه ښه کوي.

د دې سرچينې په خبره چې د پلاوي غړي یې په منظمه توګه هره ورځ خپلمنځي ناستې ترسره کوي او د اجنډا د موادو په ښه تنظيم او ترتيب بوخت دي.

په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وياند ډاکتر نعيم د مرغومي په ٢٨مه پژواک اژانس ته وويل: ((دا چې څو ځلې له موږ نه د ناستې غوښتنه شوې وي دا حقيقت نه لري.))

په قطر کې يوې بلې سرچينې هم له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د ګډې ناستې نه ترسره کېدل تاييد کړل خو په دې اړه يې نور معلومات ور نه کړل.

دغه راز يوې بلې باوري سرچينې پژواک ته وويل چې د طالبانو مرکچي پلاوي مشر شيخ عبدالحکيم حقاني او څو نور غړي يې دوحې ته د تېرې چهارشنبې په ورځ ور رسېدلي او ټاکل شوې وه چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د دواړو لورو ترمنځ ناسته شوې واى، خو ونه شوه، بيا شنبې د ناستې پلان و خو ترسره نه شوه، دغه راز نن هم په پلان کې وه چې ناسته وشي، خو ونه شوه.

سرچينې وويل، دوى نه پوهېږي چې ولې دا ناستې ځنډېږي.

له دې مخکې ځينو رسنيو خبر ورکړى و چې په قطر کې د سولې خبرو ناستې د امريکا د نوي ولسمشر جوبايډن د لوړې تر مراسمو پورې ځنډېدلې دي، خو د دولت مرکچي پلاوي او دغه راز په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند ډاکتر نعيم د ناستو ځنډېدل رد کړي و.

ډاکتر نعيم د تېرې جمعې په ورځ پژواک ته وويل: ((موږ مخکې هم چمتو وو او اوس هم چمتو يو، په دې اړه کومه خبره نشته.))

هغه زياته کړې وه چې په قطر کې د سولې خبرې نه دي ځنډېدلې، د دواړو ټيمونو ترمنځ تماسونه موجود دي.

د نوموړي په وينا، په هېڅ ځاى کې د مذاکراتو مجلسونه په مسلسل ډول نه وي؛ ځکه کله کله خپلمنځي مجالسو ته هم اړتيا پيښېږي.

دغه راز د ملي روغې جوړې عالي شورا وياند فريدون خوځون هم پژواک اژانس ته وويل چې په قطر کې د سولې خبرې نه دي ځنډېدلي، دوى اوس د اجنډا د موادو په تنظيم او توحيد بوخت دي.

د يادونې ده چې د روان کال د وږي په ٢٢مه په قطر کې د دولت او طالبانو ترمنځ په رسمي توګه د سولې مخامخ خبرې پيل شوې، دغو خبرو درې مياشتې دوام وکړ، چې بيا دواړه لوري د درې اوونيو رخصت وکړ او نږدې دوه اوونۍ مخکې (د مرغومي ١٧مه ) د سولې خبرو دويم پړاو پيل شو.

Visits: 145

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.