ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هوا پېژندنې اداره: په ۱۴۰۰ کال کې د وچکالۍ احتمال شته

د هوا پېژندنې اداره: په ۱۴۰۰ کال کې د وچکالۍ احتمال شته

author avatar
19 Jan 2021 - 18:19
د هوا پېژندنې اداره: په ۱۴۰۰ کال کې د وچکالۍ احتمال شته
author avatar
19 Jan 2021 - 18:19

کابل (پژواک، ۳۰ مرغومى ۹۹): د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست وایي چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۰ کال کې د ورښت ۳۵ سلنه کمښت او په روان ژمي کې د لږ ورښت وړاندوینې ته په کتو، ممکن هېواد له وچکالۍ سره مخ شي.

د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست د هوا د وړاندوینې امر محمد نسیم مرادي نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان هوا پېژندنې ریاست معلوماتو ته په کتو او د هېواد د وضعیت په اړه د سوېلي اسیا هېوادونو د موډلونو په وسیله د ترسره شوو څېړنو له مخې، افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې ډېر ورښت خو په ۲۰۲۰کال کې یې ډېره کم ورښت درلود.

د ده په وینا، د هغې څېړنې پایلې چې د هوا پېژندنې ادارې د ګاونډیو هېوادونو په مرسته ترسره کړې، ښیي چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۰ کال کې د ورښت کچه نږدې ۳۵ سلنه راټیټه شوې ده.

د هغه د معلوتو له مخې، د وچکالۍ امکا شته؛ ځکه څېړنو ښودلې چې د ۲۰۲۱ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې به ورښت لږ وي.

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وویل چې د واورې او باران کمښت پر کرنیزو محصولاتو ناوړه اغېز کوي؛ ځکه د وښو او څرځایونو د کمښت سبب کیږي او د غنمو او للمو کښت چې په مستقیم ډول د باران له اوبو سره اړیکه لري، هم زیانمنوي.

د هغه په وینا، که وچکالي راشي یاد وزارت د هغو تجربو له مخې چې له ۱۳۹۷ کال څخه یې لري، په ۲۴ ولایتونو کې به د حیواناتو لپاره د وښو د وېشل پروګرام پيل کړي.

Visits: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.