Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“پر خپله دنده د خلیلزاد پاتې کېدل د افغان سولې بهیر له دوام سره د واشنګټن د توافق معنا لري”

کابل (پژواک،۴ سلواغه ۹۹): د چارو یو شمېر شنونکي په اوسنۍ دنده د زلمي خلیلزاد پاتې کېدل په داسې حال کې د افغان سولې له بهیر سره د امریکا د نوي حکومت د توافق په معنا ګڼي چې ځينو امریکايي چارواکو د دوحې تړون د ارزونې خبره کړې ده.

زلمی خلیلزاد د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د امریکا د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د افغانستان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو. خلیلزاد د تېر کال د کب په لسمه په قطر کې د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره د سولې تړون لاسلیک کړ.

سي ان ان شبکې د امریکا نوي دولت ته د درېیو نږدې سرچینو په حواله په داسې حال کې راپور ورکړی چې د امریکا تازه ولسمشر جوبایډن هم د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په خپله دندې کې ساتي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لپاره د بایډن وړاندیز شوي نوماند انتوني بلینکن او د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي چې واشنګټن له طالبانو سره د سولې تړون ارزونه کوي تر څو روښانه شي چې پر کومو موضوعاتو خبرې شوې او ایا طالبان خپلو ژمنو «له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت او له افغان دولت او نورو لوریو سره د سولې معنا لرونکو خبرو دوام» ته ژمن دي او کنه.

د راپورونو له مخې، ولسمشر غني او لومړي مرستیال یې امرالله صالح د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون اړوند څرګندونې کړې دي. ولسمشر غني ویلي چې دغه تړون ارزونې ته اړتیا لري او ډېری موارد یې مبهم دي.

امرالله صالح هم ویلي چې د دوحې په تړون کې طالبانو ته ډېر امتيازات ورکړل شوي دي.

د افغان سیاسي چارو شنونکو لیدلوری

د سیاسي چارو شنونکی جاوېد کوهستانی وايي چې په خپله دنده د خلیلزاد پاتې کېدل په دوحه کې د بین الافغاني خبرو د روان بهیر د دوام او له حکومت څخه د نه ملاتړ په معنا ده.

جاوېد کوهستاني په دې اړه چې ځينې امریکايي چارواکي د دوحې تړون د ارزونې خبره کوي، د امریکا دننه د سیاسي اختلاف په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: ((تاسو به د بایډن خبرې اورېدلې وي، موندلې به مو وي چې د افغانستان، عراق، سوریې، سیمې او ایران په اړه یې د امریکا د بهرني سیاست ته هېڅ روښانه او لوی دید نه درلود؛ یعنې تر ډېره یې داخلي التیام ته ژوره توجه درلوده، د اوسني وضعیت دوام ګټور ګڼي، زما په نظر ښايي خلیلزاد پر خپله دنده پاتې شي، د دوحې تړون د امنیت شورا د سند په توګه ثبت او منل شوی دی، د بدلون احتمال یې مهم دی او که تغییر په کې راشي ښايي د خلکو په غوښتنه وي.))

نوموړي د ډېر بدلون د احمتال په اړه خبرې ونه کړې او زیاته یې کړه: ((افغان حکومت لېواله و چې که بایډن راشي دوی په واک کې پاتې کېږي؛ داسې نه ده. زه فکر نه کوم چې امریکا دې د هغه وضعیت فکر وکړای شي چې د قوت د ډېرېدو لپاره یې تېر کړی، او یا دې د افغانستان خلک تیار وي چې د دې جګړې بار پورته کړي.))

نوموړي د سولې اوسنۍ بهیر غوره فرصت وباله او ويې ویل، د دوحې تړون هغه مسیر دی چې کولای شي افغانستان سولې ته ورسوي، متقابلې ژمنې رامنځته کړي، یوه لنډمهاله یا انتقالي اداره جوړه شي، وروسته ټاکنې ترسره شي او په موقته اداره کې د تازه نظام په اړه خبرې وشي.

هغه زیاته کړه: ((په دې اړه باید اندېښمن نه شو، هغه کسان اندېښمن کولای شي چې د قدرت د بقا او موجوده وضعیت په خاطر فکر کوي.))

کوهستاني وویل: ((په داسې یو وضعیت کې باید ټول سولې ته د رسېدو، د روان وضعیت د تغییر او د سولې بهیر پر برمته کوونکو کړیو د فشار لپاره د سیاسي پوهې او مخکنیو تجربو څخه په استفاده د ټولنې د ډېری زیان منونکو له ادرسه د راتلونکي لپاره د مثبت او بشپړه بېطرفانه دید هڅه وکړو او اجازه ورنه کړو چې د قدرت او اقتصاد د مافیايي بانډونو د دروغجنو احساساتو او شعارونو قرباني شو، چې د لېونیانو په څېر ښارونه پر مسلخ بدل کړي.))

په کابل پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استادې شهلا فرید وویل، په هېوادونو کې د مشرتابه په تغییر د دغه ډول هېوادونو وضعیت هم تغییر کوي او د بهرنیو چارو وزارت مامورین د هېواد د سیاست پر تطبیق مکلف دي.

هغې زیاته کړه: ((زما په نظر د امریکا نوی حکومت ځکه د خلیلزاد دندې ته دوام ورکړی چې خلیلزاد د افغان سولې بهیر په جریان کې دی، له ټولو مواردو خبر دی او که یې پر ځای بل کس وټاکل شي ښايي دغه بهیر او یاد بهیر ته بیاکتنه ډېر وخت ونیسي.))

د هغې په خبره، د نوي حکومت له خوا د خلیلزاد ابقا د دې ښکارندویي کوي چې د افغان سولې اوسنی بهیر دوام کوي او خلیلزاد مکلف دی چې د امریکا د نوي حکومت سیاست عملي کړي.

مېرمن فرید وویل، د خلیلزاد د کار دوام د امریکا د نوي حکومت په ګټه دی او له همدې امله یې نوموړی پر خپله دنده ساتلی دی.

د سیاسي چارو شنونکی او د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون پخوانی رییس قاضي ګلرحمان قاضي وویل، د امریکا نوی حکومت ځکه غواړي چې خلیلزاد پر خپله دنده کې وساتي چې د امریکا لپاره د خلیلزاد کړنې ارزښت لري، ځکه د خلیلزاد د هڅو په اساس له طالبانو سره د سولې تړون د دې لامل شو، چې په شاوخوا یوه کال کې په افغانستان کې هېڅ امریکايي سرتېری نه دی وژل شوی.

هغه زیاته کړه: ((زما په شخصي نظر دا چې خلیلزاد یو افغان دی او افغانان ښه پېژني، نو د سولې بهیر د پرمخ وړلو لپاره ګټور دی.))

خو هغه وویل، خلیلزاد امریکا د مامور په صفت د امریکا ملي ګټو ته ژمن دی او افغانان باید په هوښ راشي او د جګړې د پای ته رسولو او اوربند لپار کار وکړي.

د دوحې تړون په اساس امریکا ژمنه ده چې د روان میلادي کال تر مې میاشتې خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.