کابل (پژواک ۵ سلواغه ۹۹): د احمدزيو سراسري شورا د مديره پلاوي ټاکنو په پایله کې ډاکټر نقیب الله احمدزی د دې شورا مشر وټاکل شو.
نوموړی نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په کابل کې د ټاکنو له لارې غوره شو.
ډاکټر نقیب الله احمدزي په خپلو خبرو کې له ولسمشر وغوښتل، دا چې اوس احمدزی قوم سره یو شوی، نو له هغه غواړي چې د افغانستان په برخلیک ټاکلو کې د احمدزیو له مشرانو سره مشورې وکړي او کار ترې واخلي.
د سیاسي ګوندونو او قومونو د سمون برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار حاجي نذير احمدزی وايي، د مشرانو په ملاتړ او همکارۍ د يوې میاشتې هلو ځلو وروسته وتوانېدل چې د احمدزیو ستر قوم په یو ټغر راټول او یو مشر ورته وټاکي.
د ده په خبره، په تېرو کلونو کې د احمدزیو شورا څو برخې وې او موږ په دې فکر کې شو چې څنګه کېدلی شي دا قوم په یو منظم چوکاټ کې منسجم شي.
دی وايي: “زه ژمنه کوم چې د قومونو د سمون برخه کې به لا ډېر مثبت اقدامات کوو چې د دې وطن او ملت په خیر وي.”
د هغه په وينا، د دې شورا مشري ته څلور تنه کانديد شوي وو چې له دې ډلې ډاکټر نقیب الله احمدزي تر نورو ډېرې رايې وګټلې او له همدې امله د دې شورا مشر وټاکل شو.
قومي مشر حاجي شاه پسند له حکومته وغوښتل چې د سولې پروسه په پرمخ بېولو کې دې د احمدزيو له مشرانو ګټه واخلي ترڅو دغه بهير بریالی شي.
بل قومي مشر ډګروال اسدالله احمدزي وويل، ټاکنې يو اصل دی او په اسلام کې اهميت لري، له همدې امله غواړي د احمدزيو د قوم مشر د ټاکنو له لارې انتخاب شي.
Views: 438
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن