ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د طالبانو دوه ډرون کامرې نيول شوې دي

لوګر کې د طالبانو دوه ډرون کامرې نيول شوې دي

author avatar
27 Jan 2021 - 12:35
لوګر کې د طالبانو دوه ډرون کامرې نيول شوې دي
author avatar
27 Jan 2021 - 12:35

پل علم (پژواک، ٨ سلواغه ٩٩): د لوګر امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د طالبانو دوه ډرون کامرې کشف او ترلاسه شوې دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د سلواغې په اتمه رسنيو ته وويل چې تېره ورځ د ملي امنيت ځواکونو د مرکز پل علم اړوند د حصارک په سيمه کې ځانګړي عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو دوه ډرون کامرې له نورو وسايلو سره يې يوځاى کشف او ترلاسه شوې دي.

ده زياته کړه چې د يادو عملياتو پرمهال يو لب ټاپ کمپيوټر، يو شمېر ماينونه او نور چاودېدونکي توکي هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

احمدزي دا هم وويل چې له يادو توکو سره يو شمېر کسان هم نيول شوي چې عدليي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د يادونې ده چې وسله وال طالبان له ډرون کامرو څخه د بې پيلوټه الوتکې په توګه ګټه پورته کوي چې د لوګر، پکتيا او کندوز ترڅنګ په يو شمېر ولايتونو کې يې د همدې کامرو په اساس بريدونه ترسره کړي او يو شمېر ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

Views: 131

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.