ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عالمان: سياستوال دې د شخصي اختلافاتو او ګټو پر ځای د سولې لپاره کار وکړي

عالمان: سياستوال دې د شخصي اختلافاتو او ګټو پر ځای د سولې لپاره کار وکړي

author avatar
28 Jan 2021 - 18:04
عالمان: سياستوال دې د شخصي اختلافاتو او ګټو پر ځای د سولې لپاره کار وکړي
author avatar
28 Jan 2021 - 18:04

مزارشريف (پژواک، ۹سلواغه ۹۹): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر ديني عالمان وايي چې سياستوال دې د شخصي اختلافاتو او ګټو پر ځای د سولې راوستو لپاره کار وکړي.

ديني عالمانو دغه څرګندونې د سلواغې په ۹مه، مزارشريف کې د بلخ پوليسو له چارواکو سره په ګډ کنفرانس کې وکړې.

ديني عالم مولوي ذبيح الله حقجو کنفرانس ته وويل چې روانه جګړه افغان وژنه ده او بايد ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

هغه زياته کړه، يو شمېر سياستوال لا هم د شخصي ګټو د لاسته راوړنو په لټه کې دي.

نوموړی وايي، حکومتي مسوولينو او سياستوالو ته په کار ده چې د روان ناورين د پای ته رسېدو لپاره هلې ځلې وکړي.

دغه ديني عالم وويل: ((داسې نو نه کېږي چې دلته لږ وضعيت خراب شي، بيا دوی بهر ته وتښتي، سياستوال بايد له شخصي اختلافاتو تېر شي او هېواد ته د سولې د راتلو برخه کې لازم اقدامات وکړي)).

هغه زياتوي، امنيتي ځواکونه بايد د خلکو د امنيتي خونديتوب برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

د مزارشريف يوه بل ديني عالم مولوي محمود دانشجو بيا په دوحه کې د سولې مذاکراتو له دواړو اړخونو وغوښتل، چې وخت دې نه ضايع کوي او روانې خبرې دې ژر تر ژره يوې پايلې ته ورسوي.

هغه زياته کړه، طالبان او حکومت بايد په دې پوه شي چې روان جنګ د افغانانو له وژنې او ځورونې پرته بل هېڅ معنا نه لري.

د دانشجو په خبره، د افغانستان ګاونډي هېوادونه دې نور د دغه هېواد په داخلي چارو کې له لاسوهنې څخه ډډه وکړي.

د هغه په وينا، روان جنګ بايد د خبرو او سياسي هوکړې له لارې ختم شي.

نوموړی وايي: ((د دې جنګ دوام له تباهۍ پرته بل پيغام نه لري، د خلکو وينې روانې دي، د جنګ ښکېل اړخونه بايد نوره خپله وسله وغورځوي، اوربند او بيا دې سوله  وکړي)).

هغه له افغانانو هم وغوښتل چې يو موټی شي او د جنګ په ټولو طرفونو فشار راوړي څو سولې ته حاضر شي.

غونډې ته د بلخ امنيه قوماندان سمونوال سيد معراج الدين سادات هم خبرې وکړې.

هغه له ديني عالمانو څخه وغوښتل چې خلک له نظام څخه ملاتړ ته وهڅوي.

نوموړي زياته کړه، پوليس هڅه کوي چې خپلو هېوادوالو ته ډاډمن امنيتي چاپېريال رامنځته کړي.

د بلخ امنيه قوماندان وويل، دمګړۍ د دغه ولايت شپږ ولسوالۍ له لوړو امنيتي ننګونو سره مخ دي او امنيتي ځواکونه هڅه کوي، چې روان وضعيت ته بدلون ورکړي.

هغه پر طالبانو هم غږ وکړ چې د افغانانو غږ ته دې لبيک ووايي او سوله دې وکړي.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.