Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې یو تن د خپلې کورنۍ دوه غړي وژلي

خوست (پژواک ۹ سلواغه ۹۹) امنيتي چارواکي وايي خوست کې يو کس په ډزو خپل ورور او وراره وژلي او يو بل ورور او وريندار يې ټپيان کړي دي.

دغه پېښه نن ددغه ولايت د تڼيو ولسوالۍ اړوند د اتمان په کلي کې د ځمکې د ملکيت پر سر رامنځته شوې.

د خوست امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوولين وايي وژل شويو کسانو کې د‌ ښوونځي يو مدير هم شامل دی.

د هغوی په وينا، پوليس د پېښې ځای ته رسيدلي او خپلې څيړنې يې پيل کړي دي.

بل پلو د خوست د‌ پوهنې رئيس نصيراحمد روښان هم وايي د دوو کورنيو خپل منځي شخړې په ترڅ کې د شفیق الله داوودزي په نوم د ښوونځي يو مدير وژل شوی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.