خوست (پژواک ۹ سلواغه ۹۹) امنيتي چارواکي وايي خوست کې يو کس په ډزو خپل ورور او وراره وژلي او يو بل ورور او وريندار يې ټپيان کړي دي.
دغه پېښه نن ددغه ولايت د تڼيو ولسوالۍ اړوند د اتمان په کلي کې د ځمکې د ملکيت پر سر رامنځته شوې.
د خوست امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوولين وايي وژل شويو کسانو کې د ښوونځي يو مدير هم شامل دی.
د هغوی په وينا، پوليس د پېښې ځای ته رسيدلي او خپلې څيړنې يې پيل کړي دي.
بل پلو د خوست د پوهنې رئيس نصيراحمد روښان هم وايي د دوو کورنيو خپل منځي شخړې په ترڅ کې د شفیق الله داوودزي په نوم د ښوونځي يو مدير وژل شوی دی.
Visits: 40
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن