ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې په لومړي ځل نجونو لپاره د کانکور د چمتووالي کورسونه جوړ شوي

پکتیا کې په لومړي ځل نجونو لپاره د کانکور د چمتووالي کورسونه جوړ شوي

author avatar
28 Jan 2021 - 15:27
پکتیا کې په لومړي ځل نجونو لپاره د کانکور د چمتووالي کورسونه جوړ شوي
author avatar
28 Jan 2021 - 15:27

ګردېز (پژواک، ٩ سلواغه ۹۹): په پکتيا ولايت کې په لومړي ځل د مدني بسنټونو له خوا په ګردېز او څو ولسواليو کې نجونو ته د بېلابېلو مضمونونو او کانکور اماده ګۍ ژمني کورسونه جوړ شوي دي.

د پوهنې رياست مسوولين وايي چې د ساينسي مضمونونو، رياضياتو او انګليسي دغه کوروسونه ورته په ګردېز، احمدابا، څمکني، ډنډپټان، ځاځي اريوب، ميرزکه او سيدکرم ولسواليو کې فعال شوي دي.

د حماس خيريه بنسټ مشر عبدالهادي حماس وايي چې هلکان په ښار کې په بېلابېلو کورسونو کې زده کړې کولای شي، خو نجونو ته داسې اسانتيا نه وه چې ستونزمن مضمونونه په کې تعقيب کړي.

حماس پژواک ته وويل: ((په کانکور کې د پکتيانۍ خويندو د کم ګډون يا د ډېرې اړتيا وړ؛ يعنې طب پوهنځي ته کم برياليتوب يو لامل دا دی چې زموږ خويندې د کانکور اماده ګۍ کورسونو ته لاسرسی نه درلود.))

يوه ښوونکې کامله احمدي وايي چې نجونې د ساينسي مضمونونو، رياضياتو، انګليسي او کانکور چمتووالي کورسونو ته ډېره اړتيا لري.

احمدي وويل چې څه موده يې د حليمه خزان نجونو ښوونځي کې په وړيا ډول نجونو ته د ساینسي مضمونونو تدريس کاوه، خو اوس په ښاري نسوان لېسه کې ګڼو نجونو ته د حماس خيريه بنسټ له خوا په جوړ شوو کورسونو کې د کانکور چمتووالي تدريس کوي.

نوموړې زياته کړه: ((شاګردانې ډېرې خوشاله دي او په ډېره علاقمندي دلته راځي. له لري ځايونو هم راځي، خو کوشش کوي چې ګډون وکړي، زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ ډېرو شاګردانو ته دا ډول سهولت برابر شي.))

د ښاري نسوان لېسې يوولسم ټولګي زده کوونکې ثنا د اسانتياوو کموالي ستونزه جدي بولي او وايي چې ښوونځی يې مناسبه ودانۍ نه لري او د ښيښو او ماتو کړکيو او دروازو له امله په سړه هوا کې درس وايي.

ثنا وويل: ((موږ چې کوم مضمونونه په مکتب کې وايو، هغه ټول ضرور دي، د دې ترڅنګ کمپيوټر او انګليسي ډېره مهمه ده چې بايد موږ ته يې سهولت برابر شي. موږ ډېر خوشاله يو چې دا کورس راته برابر شو، غوښتنه مو دا ده چې د دې کورسونو موده زياته کړي.))

د ياد ښوونځي يوه بله زده کوونکې تمنا وايي چې تېر ښوونیز کال يې د کرونا ناروغۍ له امله زيانمن شوی او له نورو مرستندویه بنسټونو ورته کورسونو فعالولو او مودې غځولو غوښتنه کوي.

نوموړې وايي: ((کانکور زموږ په ژوند کې ډېره مهمه پروسه ده، نجونې په ګردېز کې لا هم د اسانتياوو نه برابرېدو له امله نه شي کولای په ښار کې کورسونه ووايي.))

د پکتيا د پوهنې رييس کوچي ځاځي ياد کورسونه ډېر ګټور وبلل او ويې ويل چې ورته اقداماتو ته لا هم زياته اړتيا ده او له مدني بنسټونو او سوداګرو د همکاري غوښتنه کوي.

ځاځي پژواک ته وويل چې د محصلينو او ځوانانو ټولنو، مدني ټولنو، خيريه بنسټونو، وکيلانو او شتمنو کسانو له خوا د جوړ شوو کورسونو شمېر تر پنځوس زيات دی.

نوموړي زياته کړه چې د منځنۍ دورې ځينو مضامينو او د کانکور اماده ګۍ په دې کورسونو کې تر پنځه زره زيات زده کوونکي زده کړې کوي چې شاوخوا ۵۰۰ يې نجونې دي.

کوچی ځاځی وايي: ((د معارف کيفيت په هغه کچه نه دی، خاصتاً د نجونو لپاره چې هغوی دې يوازې په دوولسم صنف وکولای شي چې کانکور کې بريالۍ شي، نو دا ډېر ضرور دي او هڅه کوو دوامداره يې وساتو.))

د يادونې ده، تېر کال يوازې د ګردېز په ښاري نسوان او احمدابا ولسوالۍ کې دا ډول يو يو کورس جوړ شوی و، خو سږ کال د دغو کورسونو شمېر ډېر شوی دی.

Views: 32

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.