ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان دفاع وزارت: د اى اېس اى پخواني مشر اسد دراني له “را” سره پټې اړیکې درلودې

د پاکستان دفاع وزارت: د اى اېس اى پخواني مشر اسد دراني له “را” سره پټې اړیکې درلودې

author avatar
28 Jan 2021 - 15:36
د پاکستان دفاع وزارت: د اى اېس اى پخواني مشر اسد دراني له “را” سره پټې اړیکې درلودې
author avatar
28 Jan 2021 - 15:36

کابل (پژواک، ٩ سلواغه ٩٩): د پاکستان د دفاع وزارت تور پورې کړى چې د دغه هېواد استخباراتي ادارې (اى اېس اى) پخواني مشر جنرال اسد دراني د هندوستان له استخباراتي ادارې  (را) سره پټې اړيکې درلودې.

د يادونې ده، پر جنرال دراني د اسلام اباد په محکمه کې يوه قضيه روانه ده، محکمې له هېواده د هغه پر وتلو بنديز لګولى، خو دراني د محکمې د دې پرېکړې پر وړاندې عريضه کړې ده.

د پاکستاني رسنيو راپورونو له مخې، په دې قضيه کې د پاکستان د دفاع وزارت خپل ځواب د اسلام اباد محکمې ته وړاندې کړى دى.

د پاکستان د دفاع وزارت د ممنوع الخروج له لېسته د اى اېس اى د پخواني مشر جنرال اسد دراني د نوم له ايستلو سره مخالفت کړى او تورې يې پورې کړى چې هغه د هند له استخباراتو سره اړيکې درلودې.

دغه راز دفاع وزارت ويلي چې جنرال اسد دراني د پاکستان دولت پر ضد په فعاليتونو کې ښکېل پاتې شوى دى.

په دغه ځوابي ليک کې راغلي چې جنرال اسد دراني ٣٢ کاله د پاکستان د پوځ په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړې، خو د ٢٠٠٨ زېږديز کال پر مهال یې له دښمن هېواد سره پټې اړيکې درلودې.

د پاکستان دفاع وزارت ويلي چې د جنرال دراني پر ضد تحقيقات او څېړنې په مهم پړاو کې دي؛ ځکه دې د هغه نوم د ممنوع الخروج له لېسته ونه ايستل شي.

د يادونې ده، په ٢٠١٨ زېږديز کال کې جنرال اسد دراني د هندوستان استخباراتي ادارې (را) له يوه پخواني مشر اېس کي دولت سره په ګډه يو کتاب هم ليکلى دى.

د پاکستان د دفاع وزارت ويلي چې د دغه کتاب محتويات هم د پاکستان د ملي ګټو پر ضد دي.

Visits: 96

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.