ترینکوټ (پژواک ۹ سلواغه ۹۹): د اروزګان چارواکي وايي چې د دغه ولايت په مرکز ترینکوټ کې د ماين په چاودنه کې يو ماين لېږدوونکی وژل شوی او بل ټپي دی.
والي عمر شېرزاد وايي چې دغه پېښه نن مازیګر څلور بجې د ترینکوټ په دوهمه ناحيه کې هغه مهال وشوه، کله چې پوليسو د تالاشۍ پرمهال د ماین لېږدوونکو ته د درېدو امر وکړ.
ده زياته کړه، په همدې وخت کې ماین لېږدوونکو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې د هغوی یو تن په کې ووژل شول او بل ټپي شو.
د هغه په وينا، ټپي کس روغتون ته لېږدول شوی دی.
د سیمې يوه اوسېدونکي بشير احمد، پژواک ته وويل چې د چاودنې له امله خلکو ته مالي زيان اوښتی دی.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن