ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت: بغلان کې د طالبانو له یوه زندانه ۳۲ کسان را خوشي شول

دفاع وزارت: بغلان کې د طالبانو له یوه زندانه ۳۲ کسان را خوشي شول

author avatar
28 Jan 2021 - 11:41
دفاع وزارت: بغلان کې د طالبانو له یوه زندانه ۳۲ کسان را خوشي شول
author avatar
28 Jan 2021 - 11:41

کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۹۹): د ملي دفاع وزارت وایي چې په بغلان کې کومانډو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال د طالبانو یو زندان مات کړی او د  ۲۰ ملکي وګړو په ګډون یې ۳۲ کسان ترې راخوشي کړي دي.

د ملي دفاع وزارت هغې خبرپاڼه کې چې نن (پنجشنبې) خپره شوې ده، راغلي چې دغه کسان تېره شپه د بغلان په ډنډ شهاب الدین سیمه کې د کومانډو ځواکونو ځانګړو عملیاتو پر مهال د طالبانو له یوه زندانه خوشي شوي دي.

سرچینه وایي چې په دغو کسانو کې ۱۲ امنیتي سرتېري او ۲۰ ملکي وګړي شامل دي.

د ملي دفاع وزارت وایي چې د دغو عملیاتو پر مهال درې وسله وال طالبان نیول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د سلواغې په اوومه هم په لوګر کې د کومانډو ځواکونو عملیاتو پر مهال د طالبانو له یوه زندانه ۱۵ ملکي وګړو په ګډون ۲۲ کسان راخوشي شول.

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.