جلال اباد (پژواک، ۹ سلواغه ۹۹): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د عامه نظم ځواکونو پر موټر چاودنې او وسله وال بريد کې دوه کسان وژل شوي او درې ټپيان دي.
د ننګرهار امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان د سلواغې په ۹مه پژواک اژانس ته وويل، نن شاوخوا خوا لس بجې د جلال اباد ښار پنځمې ناحيې اړوند سرحدي لوا ترڅنګ د عامه نظم پر رينجر چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې د عامه نظم درې سرتېري وژل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، جلال اباد ښار کې د مستوفيت دوه کارکوونکي په يو وسله وال بريد کې وژل شوي دي.
د امنيې قوماندانۍ وياند فريد خان وايي، نن سهار شاوخوا اته بجې د پنځمې ناحيې اړوند د ګنده چشمو سيمه کې ناپېژاندو وسله والو دوه ځايي اوسېدونکي پر ډزو وژلي دي.
هغه د يادو کسانو هويت په تړاو څه ونه ويل.
خو د ننګرهار يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته د نوم نه اخیستو په شرط وويل چې وژل شوي دواړه د ننګرهار مستوفيت کارکوونکي وو.
د دغو دواړو پېښو مسووليت چا نه دی منلی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP