ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار مستوفيت دوه کارکوونکي وژل شوي

د ننګرهار مستوفيت دوه کارکوونکي وژل شوي

author avatar
28 Jan 2021 - 11:30
د ننګرهار مستوفيت دوه کارکوونکي وژل شوي
author avatar
28 Jan 2021 - 11:30

جلال اباد (پژواک، ۹ سلواغه ۹۹): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د عامه نظم ځواکونو پر موټر چاودنې او وسله وال بريد کې دوه کسان وژل شوي او درې ټپيان دي.

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان د سلواغې په ۹مه پژواک اژانس ته وويل، نن شاوخوا خوا لس بجې د جلال اباد ښار پنځمې ناحيې اړوند سرحدي لوا  ترڅنګ د عامه نظم پر رينجر چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې د عامه نظم درې سرتېري وژل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، جلال اباد ښار کې د مستوفيت دوه کارکوونکي په يو وسله وال بريد کې وژل شوي دي.

د امنيې قوماندانۍ وياند فريد خان وايي، نن سهار شاوخوا اته بجې د پنځمې ناحيې اړوند د ګنده چشمو سيمه کې ناپېژاندو وسله والو دوه ځايي اوسېدونکي پر ډزو وژلي دي.

هغه د يادو کسانو هويت په تړاو څه ونه ويل.

خو د ننګرهار يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته د نوم نه اخیستو په شرط وويل چې وژل شوي دواړه د ننګرهار مستوفيت کارکوونکي وو.

د دغو دواړو پېښو مسووليت چا نه دی منلی.

Views: 36

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.