Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د چت لوېدو پېښه کې اووه کسان ټپيان شوي دي

جلال اباد (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٩) : په ننګرهار ولايت کې د يوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې يوه مور او  شپږ اولادونه ټپيان شوي دي.

د ننګرهار ولايت مقام له خوا د سلواغې په ١٧مه، پژواک اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه نن سهار د پچيراګام ولسوالۍ په ميا کلي کې  رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې په دغه کلي کې ديوه کور د خونې چت لوېدلى چې له امله يې يوه مور له شپږو اولادونو سره ټپي  شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، دوه کسان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او پاټې ټپيان تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.