ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان په پنځو ولسواليو کې يو شمېر روغتيايي مرکزونه تړل شوي

د نورستان په پنځو ولسواليو کې يو شمېر روغتيايي مرکزونه تړل شوي

author avatar
17 Feb 2021 - 14:52
د نورستان په پنځو ولسواليو کې يو شمېر روغتيايي مرکزونه تړل شوي
author avatar
17 Feb 2021 - 14:52

پارون (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۹): د نورستان په پنځو ولسواليو کې ځايي خلک او روغتيايي کار کوونکي وايي چې وسله والو طالبانو يو شمېر روغتيايي مرکزونه تړلي دي.

ظاهراً په سيمه کې وسله والو ځايي خلکو ته د دغو مرکزونو د تړل کېدو علت خلکو ته د ناسمو خدماتو رسېدنه، د درملو کمښت او نورې نيمګړتياوې په ګوته کړې دي.

خو ځايي خلک وايي، د کلينيکونو تړل کېدو لا ډېرې ستونزې ورپېښې کړې؛ ځکه خلک غريب دي نورو ځايونو ته د تګ توان نه لري او نيمګړي روغتيايي خدمات هم پرې بند شوي دي.

کامدېش، برګمټال، دواب، منډول او نورګرام هغه ولسوالۍ دي چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې په کې ۲۶ روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي.

د نورستان د ولايتي شورا رييس سعدالله پاينده زوی وايي، له تېرو دوو مياشتو راهېسې د دغو پنځو ولسواليو روغتيايي کلينيکونه طالبانو ځکه تړلي چې دغو مرکزونو ته پر وخت درمل او نور خدمات نه رسېدل.

هغه پژواک اژانس ته وويل،  که څه هم ظاهراً طالبانو یده  خبره کړې خو معلومات يې تر لاسه کړي چې د اهېډ په نوم موسسه چې نورستان کې د روغتيا په برخه کې قراردادي موسسه ده او ټول خدمات وړاندې کوي، له طالبانو سره يې د پيسو د ورکړې خبره منلې خو اوس يې نه دي ورکړي ځکه يې دغه مرکزونه تړلي دي.

د نورستان ولايتي شورا رييس وويل، دوی چې د قومي منځګړتوب له لارې کومې هڅې روانې کړي نو طالبانو ورسره ظاهراً دا ستونزې شريکې کړي چې دغو روغتيايي مرکزونو ته بايد خدمات او امکانات په خپل وخت ورکړل شي.

د برګمټال ولسوالۍ د غربي کلي یو قومي مشر شاه ولي پژواک اژانس ته وويل، چې د دغو روغتيايي مرکزونو تړل کېدو ورته ډېرې ستونزې جوړې کړي ځکه خلک غريب دي نورو ځايونو ته د تګ توان نه لري او په خپلو سيمو کې يې کلينيکونه تړل شوي دي.

هغه غوښتنه وکړه چې وسله وال طالبان او حکومت بايد دغو روغتيايي مرکزونو د بيا خلاصون لپاره اقدام وکړي.

حضرت بي بي چې د برګمټال په يو روغتيايي کلينيک کې د قابلې دنده ترسره کوي وايي، سره له دې چې د کلينيکونو تړل کېدو خلکو ته ستونزې جوړې کړې، وايي، دوی ته هم په دې موده او له دې مخکې دوو نورو مياشتو معاشونه هم نه دي ورکړل شوي.

په نورستان کې د اهېډ په نوم قراردادي موسسې مسوولين هم دغه ستونزه مني چې پنځو ولسواليو کې کلينيکونه تړل شوي خو وايي، د قومي منځګړتوب له لارې يو شمېر بېرته خلاص شوي دي.

د دغې مؤسسې ولايتي مسوول ډاکتر احسان الله پژواک اژانس ته وويل، شاوخوا ۲۶ کلينکونه په پنځو ولسواليو کې تړل شوي چې دوی د قومي منځګړتوب له لارې نيمايي يې بېرته خلاص کړي او پاتې هغې ته هم د قومي منځګړتوب له لارې هڅې روانې دي.

هغه زياته کړه، طالبانو د سيمې خلکو ته همدغه د امکاناتو خبره کړې خو په دې تړاو يې نا خبري څرګنده کړه چې ګواکې له دوی نه پيسې غوښتل شوې دي، وايي تر اوسه له دوی سره هېڅ خبره طالبانو نه ده کړې.

دی د امکاناتو په تړاو وايي چې د روغتيا وزارت د پاليسۍ له مخې هرو درېيو مياشتو کې روغتيايي مرکزونو ته درمل او نور توکي هم وړل کېږي او د کار کوونکو معاشونه هم ورکول کېږي.

هغه زياته کړه، هغو کلينیکونو ته چې بېرته پرانيستل شوي، يو شمېر ته درمل او نور توکي رسېدلي او کله چې ټول خلاص شي نو ټولو ته به ورسېږي.

ډاکټر احسان الله د کار کوونکو د معاشونو په تړاو وايي چې معاشونه د وزارت له لوري هغه موده کې چې روغتيايي مرکزونه بند و نه دي حواله شوي کله چې يې وزارت حواله کړي نو دوی يې هم اړوند کسانو ته ورکوي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د وسله والو طالبانو نظر هم له ځان سره ولري خو له هڅو وروسته هم بريالي نه شوو.

Views: 41

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.