Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار خلک: د برېښنايي تذکرو د وېش پروسه سسته  روانه ده 

جلال اباد (پژواک، ۱۱ کب ۹۹): که څه هم د ننګرهار اوسېدونکي شکايت کوي چې په دې ولايت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پروسسه سسته روانه ده، خو مسوولين وايي چې پروسه تر مخکې چټکه شوې او تر اوسه د ۱۲۸زره کسانو اسناد پروسس شوي چې ډېرو يې پېژندپاڼې هم تر لاسه کړې دي.

د مسوولينو په وينا، هڅه کوي چې د مرکزونو په ډېروالي سره د پېژندپاڼو اخيستو پروسه په اوونۍ کې تر لس زرو تذکرو ورسوي.

د ننګرهار ولايت اوسېدونکي شکايت کوي چې د برېښنايي پېژندپاڼې د اخيستو لپاره په اوونيو انتظار کوي او غوښتنه يې دا ده چې دلته دې مرکزونه ډېر شي.

محمد الله چې ۶۰ کاله عمر لري او غواړي له دولتي دندې ځان تقاعد کړي وايي، د تقاعد لپاره يې ورته د برېښنايي پېژندپاڼې جوړېده حتمي کړي، خو له يوې مياشت ډېر وخت وشو چې پېژندپاڼې ته يې اسناد جمع کړي او لا تر اوسه يې کار نه دی خلاص شوی.

هغه زياته کړه، که مرکزونه ډېر شي او د ولسواليو په کچه هم جوړ شي، نو ګڼه ګوڼه به ورسره ختمه او ستونزې به حل شي.

د ننګرهار يوبل اوسېدونکی سيد الرحمن  چې غواړي برېښنايي پېژندپاڼه واخلي  خو وايي، څو ورځې سر په سر د پېژندپاڼې دفتر ته ورغلی او نمبر نه دی ورسېدلی چې خپل اسناد جوړ کړي.

دی وايي، که څه هم له خلکو يې اورېدلي چې پخوا تر دې هم ستونزې ډېرې وې خو اوس په ښار کې د څو نويو مرکزونو له جوړېدو سره ستونزه يو څه راکمه شوې ده.

بلخوا د ننګرهار ولايتي مسوولين وايي، له پخوا څخه د برېښنايي پېژندپاڼو د جوړېدو لړۍ چټکه شوې او لږ تر لږه د ۱۲۸ زره کسانو اسناد پروسس شوي دي.

د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، والي تېره ورځ هم له اړوندو مسوولينو سره په همدې تړاو ناسته کړې او ورته يې سپارښتنه کړې چې د ولسواليو او ناحيو په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونه جوړ کړي.

دی وايي، پلان کې ده چې د نويو مرکزونو په رامنځته کېدو سره به په ورځ کې د برېښنايي پېژندپاڼو د اسنادو د پروسس کچه تر لسو زرو لوړه شي.

هغه زياته کړه : (( ولس بشپړه علاقه لري چې برېښنايي تذکرې واخلي، په همدې موخه بايد لومړی د مرکز جلال اباد ښار ټولو ناحيو او وروسته ولسواليو ته د مرکزونو د پرانيستلو لړۍ وغځول شي. ټاکل شوې د مرکزونو لپاره د ځای په نښه کولو وروسته په ناحيو کې د برېښنايي تذکرو مرکزونه رسماً پرانيستل شي.))

د برېښنايي پېژندپاڼو وېش چې د پيل په اړه يې پراخ غبرګونونه موجود و تر اوږدو ناندريو او بحثونو وروسته د ۱۳۹۷ کال د غويي په ۱۳مه د ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د مېرمنې له خوا د تذکرو په تر لاسه کولو پيل شو.

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي چې تر اوسه يې څه دپاسه دوه ميليونه تذکرې پروسس  کړې دي.

ددوى په  وينا، اوس مهال په ټول هېواد کې د ورځې تر شلو زرو پورې تذکرې پروسس کوي او ډېر ژر به دا شمېره ٤٠ زرو ته لوړه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.