کابل (پژواک، ۱۷ کب ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٧ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۵۵۸۵۴ ته ورسېد.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د کب په ۱۷مه د عامې روغتيا وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۱۵۹۱ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ٧ يې مثبتې دي.
سرچينه زياتوي، د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۵۵۸۵۴ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ۳ کسان په هلمند کې، ۲ په کابل او یو یو په هرات او لغمان ولايتونو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۹ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۹۳۷۸ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله دوه تنه مړه شوي چې په دې سره په افغانستان کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته ۲۴۵۱ کسان له دې ويروس څخه مړه شوي دي.
Views: 133
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن