Pajhwok Afghan News

د ورځې شپږ زره کسان د کرونا له امله مړه او ٤٠٠ زره پرې اخته کېږي

کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٩) : د نړيوالو راپورونو له مخې، اوس هم په ټوله نړۍ کې د ورځې شاوخوا شپږ زره کسان د کرونا له امله مړه او تر ٤٠٠ زره پورې پرې اخته کېږي.

کرونا ويروس چې يو کال او درې مياشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢٠٠ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې يې دويمه څپه روانه ده.

د نړيوالو سرچينو د معلوماتو له مخې چې د کرونا په اړه ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر څه دپاسه ١١٧ميليونه کسانو ته رسېدلى دى.

دې سرچينې زياته کړې چې تراوسه څه باندې ٩٠ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي، دوه ميليونه او څه دپاسه ٦٠٠ زره کسان يې له امله مړه شوي دي.

د خپرو شوو معلوماتو معلوماتو او ارقامو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې څه باندې ٤٠٠ زره کسان پر کرونا اخته او شاوخوا شپږ زره کسان يې له امله مړه کېږي.

سرچينې زياته کړې چې تر ټولو زيات د ٢٠٢١ کال د جنورۍ په اتمه، په يوه ورځ څه دپاسه ٨٠٠ زره کسان پر کرونا اخته او د همدې جنورۍ مياشتې په ٢٠مه ١٧ زره کسان له کرونا څخه مړه شول.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې ٢٩ ميليونه، په هندوستان کې ١١ ميليونه او په برازيل کې ١١ ميليونه کسان پر کرونا اخته شوي دي.

سرچينې زياته کړې، په امريکا کې ٥٣٨ زره، په هندوستان کې ١٥٧ زره او په برازيل کې ٢٦٦ زره کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين، چيلي، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تراوسه ٥٥٨٦٨ زره کسان پر کرونا اخته شوي، ٢٤٥١ کسان مړه او څه باندې  ٤٩ زره کسان بېرته روغ شوي دي.

Views: 12

Exit mobile version