ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني د لوړې تر مراسمو وروسته خپلې څومره ژمنې عملي کړي؟

غني د لوړې تر مراسمو وروسته خپلې څومره ژمنې عملي کړي؟

author avatar
10 Mar 2021 - 12:18
غني د لوړې تر مراسمو وروسته خپلې څومره ژمنې عملي کړي؟
author avatar
10 Mar 2021 - 12:18

کابل(پژواک، ۲۰ کب ۱۳۹۹): د چارو د ځینو شنونکو په اند، ولسمشرغني د ولسمشرۍ د دویم پړاو په لومړي کال کې له ولس سره د خپلو ډېرو ژمنو په پلي کولو کې بریالی نه و، خو ځینې شنونکي او حکومتي چارواکي بیا شرایطو ته پام غني په چارو کې بریالی بولي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له نن څخه پوره یو کال مخکې د ولسمشرۍ دویمې دورې لپاره د ۱۳۹۸ کال د کب په ۱۹مه لوړه وکړه.

هغه د لوړې په مراسمو کې د سولې، له هېوادونو سره د اړیکو پراختیا، کډوالو راستنېدو، د نړیوالې پانګې جذب، د کرونا ویروس مدیریت او نورو بنسټیزو کارونو په برخه کې ځینې هغه مهم مسایل یاد کړل، چې د ولسمشرۍ په خپله دویمه دوره کې به ورته پاملرنه کوي.

پژواک خبري اژانس د ولسمشر د دغو څرګندونو او ژمنو په اړه له حکومتي چارواکو او د چارو له شنونکو سره خبرې کړې دي.

ټوله شموله حکومت

ولسمشر غني ویلي و، داسې حکومت به رامنځته کوي چې د هغه د ټاکنیزې ډلې (دولت جوړونکي) په انحصار کې به نه وي، ټوله شموله او ټولمنلی به وي.

خو د سیاسي چارو شنونکی عبدالستار سعادت وايي، دا خبره تر یوې اندازې سمه ده، خو د ولسمشر له ارادې ځکه وتلې خبره ده چې واک یې د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره د نړیوالې ټولنې د فشارونو له امله ووېشه.

د ولسمشرۍ د ۱۳۹۸ کال تر ټاکنو وروسته د دوو مخکښو نوماندان (محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله) تر منځ د ټاکنو د پایلو په سر ناندرۍ راولاړې شوې او دغه اختلاف تر دې بریده ورسېد چې دواړو بېل، بېل د ولسمشرانو په توګه د لوړې مراسم تر سره کړل. خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون غني ولسمشر اعلان کړ او په پای کې غني او عبدالله سیاسي هوکړه وکړه چې له مخې یې عبدالله د ملي مصالحې د عالي شورا مشر وټاکل شو.

پخوانى پوځى چارواکى جنرال دولت وزیري هم د ټولشموله حکومت په اړه د غني څرګندونو ته په اشارې، وايي:”یو مشکل خو دا هم دی چې پنځوس سلنه د ډاکتر عبدالله سهم و، يعنې ولسمشر په کې خود مختاره نه و.”

خو هغه زیاتوي چې اوس د حکومت په ترکیب کې تر ډېره ملي یووالی مراعات شوی، او له همدې امله ولسي جرګې د کابینې ډېرو غړو ته په اسانه د باور رایه هم ورکړه.

ولسمشر غني د لوړې له مراسمو اووه میاشتې وروسته ۲۳ تنه نوماند وزیران او دوه د خپلواکو ریاستونو نوماندان ولسي جرګې ته معرفي کړل، خو دغې جرګې له یادو کسانو پنځه تنه رد کړل.

دغه پنځه تنه د قانون خلاف تر اوسه د اړوندو ادارو د سرپرستانو په توګه کار کوي.

سوله

ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې ژمنه کړې وه چې د جمهوریت تر چتر لاندې به جګړه پای ته رسوي او د سولې ټینګښت لپاره به یو لوی منطقوي او بین المللي ائتلاف جوړ کړي چې په هغه کې به د افغانستان خپلواکي، امنیت او ثبات خوندي وي.

خو د سیاسي چارو شنونکی عبدالستار سعادت وایي چې د سولې په برخه کې نه یوازې دا چې حکومت نړیوال ائتلاف جوړ نه کړ، بلکې اوس له نړۍ سره مواجه هم دی؛ ځکه چې د هغه په وینا، ولسمشر څه موده مخکې په خپله وايي چې نړیوالې ټولنې افغانان ۴۰ کاله له سولې محروم ساتلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خيلزاد تېره اوونۍ د «سولې او ټولشموله حکومت» یوه طرحه له افغان چارواکو او سیاسیونو سره شریکه کړه. د دغې طرحې له مخې به د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د افغانستان د سولې لپاره نړیواله غونډه هم جوړه شي.

دغه طرحه چې ځینو سیاسیونو یې ملاتړ وکړ، خو غني له قانون سره سم د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد ټینګار کوي او لومړي مرستیال یې امرالله صالح بیا په څرګندو ټکو له دغې طرحې سره مخالفت وکړ.

عبدالستار سعادت وايي:”دا چې ولسمشر له جمهوریته ملاتړ کوي، خو هغه خپله داسې څه له جمهوریت سره وکړل چې باید نه وای شوي. عملاً د قواوو تفکیک له منځه لاړ؛ هغه وزیرانو چې رایه يې وانخیسته خو بیا هم خپلې دندې مخته وړي.”

د پوځي چارو شنونکى او د ملي دفاع وزارت پخوانی ویاند جنرال دولت وزیري بیا په دې اړه وایي چې ولسمشر د سولې لپاره نږدې شپږ زره بندیان ازاد کړل، خو طالبان امارت غواړي او غني د امارت منلو ته چمتو نه دی.

د کابل په یو خصوصي پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو استاد سید فهیم سادات بیا په دې اړه وایي:« ولسمشر غني د سولې په سیاست کې فکر کوي چې طالبان دې د ده تر واک لاندې راشي، خو امریکا ورسره ناځواني وکړه او د دوحې تړون یې لاسلیک کړ، چې اوس طالبان د غني حکومت ننګوي او د امریکا ملاتړ هم لري؛ له همدې امله غني ټول پام له پرمختیايي کارونو او د اړیکو له ټینګښت اړولی، هڅه کوي چې خپل حکومت تضمین کړي.»

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دواخان مینه پال وایي چې حکومت افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره، د سولې لویه جرګه جوړه کړې، د طالبانو د پنځه زره بندیانو ازادولو فرمان یې صادر کړى او د سولې بین الافغاني خبرې يې پیل کړې دي.

د کډوالو راستنېدل

ولسمشرغني د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه په خپله لومړۍ وینا کې ویلي و چې په اقتصادي برخه کې به د مهاجرینو د راستنېدو، د بېوزلۍ د له منځه وړلو، د چاپیریال د بدلون د مدیریت او د منطقوي همغږیو لپاره د بنسټونو جوړولو لپاره نړيوالې مرستې راجذب کړي.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالستار سعادت وايي، کډوال خو نه یوازې هېواد ته نه دي راستانه شوي، خو ډېر هغه هم وطن پرېږدي چې دا مهال هېواد کې دي.

وزیري هم په دې اړه وویل:”د کډوالو مشکل پر ځای پاتې دی، تر څو چې سوله نه وي د کډوالو مشکل نه حل کیږي. بېوزلي هغه وخت ختمیږي چې خلکو ته کار پيدا شي، دا هم په سوله پوری تړلې خبره ده، تر څو چې جګړه وي بیوزلي به وي.”

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال تر شپږ نیم میلیونه ډېر افغانان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي او افغانستان تر سوریې وروسته دویم هغه ستر هېواد دی چې ډېر کډوال لري.

 د برېښنايي پېژندپاڼو (تذکرو) وېش

ولسمشر غني ویلي و:«افغانستان یوه کورنۍ ده. کورنۍ باید د غړو شمېر په اړه وپوهیږي. نفوس شماري، د برېښنايي تذکرو وېش، د احصایې ادارې لوړتیا – چې د افغانستان له مهمو ادارو څخه ده – زما د اساسي کارونو په نوملړ کې ده.»

خو عبدالستار سعادت په دې اړه وایي:”له بده مرغه هغه (غني) په ډېرو برخو کې پاتې راغلی، خو د برېښنايي تذکرو په استثنا، چې کار پرې روان دی او د پام وړ پرمختګ په کې لیدل کېږي.”

دولت وزیري وایي چې د برېښنایي تذکرو د وېش کار په تولو ولایتونو کې روان دی، خو کافی نه دی او باید چټک شي.

د خپرو شویو خبرونو له مخې، تر اوسه په ټول هېواد کې شاوخوا دوه نیم میلیون کسانو ته – چې د ټول نفوس نږدې اته سلنه جوړوي- برېښنایي تذکرې وېشل شوې دي.

له فساد سره مبارزه

ولسمشر له نن څخه یو کال مخکې ژمنه کړې وه چې نظام به له اداري کاغذ پرانۍ او رشوت اخیستو پاک کړي، ترڅو عواید لوړ شي او د افغانستان د کانونه په برخه کې هر ډول حقوقي، اداري او نور نا تعریف شوي خنډونه له منځه ولاړ شي.

خو سعادت وايي چې نه یوازې د فساد او بیروکراسۍ مخه نه ده نیول شوې، بلکې د افغانستان حکومت د نړۍ له ډېرو فاسدو حکومتونو څخه دی.

د روڼوالي نړيوال سازمان په خپل کلني راپور کې – چې د روان کال د سلواغې په ۹مه خپور شو- راغلي چې افغانستان له اداري فساد سره مبارزه کې پرمختګ کړى او د تېر کال په پرتله درې درجې ښه شوى دى.

په دې راپور کې ویل شوي چې افغانستان د ١٨٠ هېوادونو په ډله کې یو سل او پنځه شپېتم ځای لري.

دولت وزیري هم وایي:”غني د فساد پر ضد مختلفې ادارې را منځته کړي، تر یوه حده يې مخه نیول شوې ده، په لويو قراردادونو کې تر ډېره حده يې مخه نیول شوې ده… فساد په اسانه له منځه نه ځي تر هغو چې قوي حکومت رامنځته نه شي.”

سید فهیم سادات وايي، سره له دې چې په ملی تدارکاتو او لويې څارنوالۍ کې کافي اصلاحات رامنځته شوي، خو بیا هم په تېر یو کال کې د فساد د مخنیوي په برخه کې کوټلي ګامونه وانه خیستل شول.

د ده په وینا، د ډیجټلي حکومتولۍ په برخه کې ځينې کارونه – لکه د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ چټکتیا- او نور شوي دي.

د نړیوالې پانګې جذبول او سیمه ییزې اړیکې

غني ویلي و چې د منطقوي او نړیوالې پانګې جذب ته په ځانګړي ډول د لویو منطقوي پروژو چې مرکزي او شرقي اسیا له سوېلي او غربي اسیا سره تړي، ځانګړې پاملرنه لري او له همدې امله به له ګاونډیو هېوادونو او نورو نړیوالو همکارانو سره د ټرانزیټ او سوداګرۍ په موخه ګډ کار کوي.

ولسمشرغني ویلي و:”موږ د هر زراعتي پیداوار لپاره برنامه لرو. له دې برنامو څخه مې موخه یوازې او یوازې یوه نقطه ده. د افغان لاس باید نورو ته اوږد نه وي، بس دی. باید خپل دسترخوان په خپل عاید ډک کړو. دا تاریخي حقارت باید پای ته ورسوو چې نور زموږ اقتصادي ناجي نه وي. دا پاکه خاوره هر څه لري.”

د سیاسي چارو شنونکي عبدالستار سعادت وویل چې د نړیوالې پانګې جذب لپاره حکومت له اسټرالیايي شرکت سره د کانونو په برخه کې تړون کړی، خو د شرکت هویت چینايي ثابتیږي، چې په دې برخه کې یې رښتینولي تر پوښتنې لاندې ده او هغه شرکت تر اوسه هېڅ ډول پانګه هم نه ده راوړې او نور دومره د پام وړ کار نه دی شوی.

له یاد استرالیایي شرکت د کانونو په برخه کې یاد ټړون اندېښنې راولاړې کړې دي. د پژواک د راپور له مخې، ځینو سرچینو دغه هوکړه د کانونو له قانون سره په ټکر کې بللې او د ولسي جرګې د طبیعي سرچینو او چاپېریال ساتنې کمېسیون ویلي چې دغه موضوع څېړي.

د سعادت په وینا، د کانونو ستونزې نه دي حل شوي، ځکه د کانونو جغرافیه نږدې ټوله له وسله والو مخالفینو سره ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت مخکنی سرپرست وزیر عنایت الله مومند هم وایي:«ما خو تقریباً یو کال کې کیږي له دولت نه مې استعفا کړې، خو دا ویلی شم چې د کانونو په برخه کې هېڅ کار نه دی شوى»

سعادت له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په اړه وویل:”له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو په برخه کې له هند پرته موږ په ښه وضیعت کې نه یو.”

کابل کې د کرنې انستیتيوت استاد سمیع الله اشنا بیا د جزییاتو له ورکولو پرته وایي چې د کرنې لپاره تر یو بریده کار شوی؛ باغونه، سړې خونې، بندونه، کانالونه او استنادي دیوالونه جوړ شوي، صادرات شوي، خو د ښه پرمختګ لپاره ډېر کار ته اړتيا ده.

فهیم سادات بیا وایي چې په بهرني اقتصادي سیاست کې د ولسمشر د سیمه ییز اتصال کړنې تر ډېره یو کامیاب سیاست و او په دې برخه کې افغانستان تر یوه بریده له انحصاري حالت څخه وتلی دی.

دی وايي، ولسمشر د اوبو مدیریت په نوم مړ سیاست د هېواد لپاره را ژوندی کړ او خلکو ته یې اوبه مهمې کړې او د افغانستان حکومت د اوبو مدیریت ځینې هېوادونه هم وېرولي دي.

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال مینه پال وایي چې حکومت له افغانستانه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ لپاره د جېنوا غونډه په بریالیتوب ترسره کړه.

د جېنوا غونډه د روان کال په لیندۍ میاشت کې جوړه شوه.په دغې غونډه کې نړیوالې ټولنې په مشروط ډول له افغانستان سره د ۱۳ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

د افغانستان د دوو لسیزو لاسته راوړنو ساتل، د قانون حاکمیت، له اداري فساد سره مبارزه، د سولې بهیر چټکتیا، د لږکیو او ښځو حقونو پیاوړتیا او ساتل، د ډېرو مرسته کوونکو هېوادونو شرطونه وو.

مینه پال وایي چې په اقتصادي لاسته راوړنو کې د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ پرانيستل او د ملي دسترخوان پروګرام پلي کېدل هم مهمې لاسته راوړنې دي.

د هرات-خواف ريل پټلۍ د روان کال په لیندۍ میاشت کې پرانيستل شوه.

د ملی دسترخوان پروګرام د روان کال په چنګاښ میاشت کې پرانيستل شو. له څلور میلیونو زیاتو کورنیو سره د ۲۴۴میلیون ډالرو په ارزښت مرستې د دغې پروګرام موخه وه.

خو ولسي جرګې دغه پروګرام رد کړ او حکومت هم د روان کال په سلواغه میاشت کې خبر ورکړ چې د بودیجې له درېيمې مسودې د ملي دسترخوان پروګرام حذف شوی دی.

له کرونا سره مبارزه

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دواخان مینه پال، افغانستان کې د کرونا مدیریت د ولسمشر له مهمو لاسته راوړنو بولي، خو سعادت وايي چې د کرونا په وخت کې حکومت تر ټولو فاسد حالت درلود.

سعادت وویل:”کرونا تر خپله حده خلک ووژل، خو د خلکو مورال قوي و، ځکه دلته وینه تویږي او چېرته چې وینه بهیږي هلته دا خاموش مرګونه مانا نه لري، نو ولسمشر په دې برخه کې د ښه مدیریت ادعا قطعاً نه شي کولی.”

ده په خبره، ولسمشر چې اوس هر څه وايي، خلک یې ورسره نه مني، خو که ده له ولس سره رښتینی چلند کړی وای، نو اوس به ده هغه سیاسي باور درلود چې د سولې او مذاکرې په برخه کې ورته په کار راځي.

ډاکټر مسیح نوري چې مخکې يې کابل کې د افغان جاپان په نوم د کووېډ -۱۹ روغتون کې کار کاوه، هم وایي چې حکومت نه یوازې د کرونا په برخه کې ښه مدیریت نه درلود، بلکې په شته سرچینو او هغو مرستو کې هم فساد وشو چې هېوادونو له افغانستان سره وکړې.

هغه ادعا کوي له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د عامې روغتیا وزارت، ځینو والیانو او نورو چارواکو له خپلو واکونو ناسمې ګټې پورته کړې، سلیقوي چلند یې کړی او ډېرو اړمنو ته مرستې نه دي رسېدلي.

د ده په وینا، له دې امله چې د هر هېواد شرایط توپیر لري، اړینه وه چې د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم د کرونا په برخه کې څېړنه شوې وای، خو دا کار ونه شو او افغانستان کې د نورو هېوادونو نسخې پلې کېدې.

ولسمشر ولې د خپلو ژمنو په پلي کولو کې بریالی نه و؟

د سید فهیم سادات په اند، غني چې یو علمي شخصیت دی، باور درلود چې ټولنه به د تیوريو پر بنسټ جوړه کړي، خو د افغانستان ټولنه د تیوریو په چوکاټ کې نه راځي او له همدې امله یې ونه شو کړای چې خپل فکر پلی کړی.

دی وايي، غني ته پخواني ولسمشر حامد کرزي غوندې حکومت هم په لاس ورنه غی او د ولسمشرۍ په دواړو دورو کې یې حکومت د ده او عبدالله تر منځ ووېشل شو.

د مصالحې عالي شورا چې د غني او عبدالله تر منځ د سیاسي هوکړې له مخې رامنځته شوې او ډاکټر عبدالله عبدالله یې مشري کوي، هشت صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د یادې هوکړې ډېر موارد نه دي پلي شوي او ارګ دغې هوکړې ته ژمن نه دی.

میوند روحاني چې د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې کمېتې(میک) اجرایي مشر و، وایي امنیتي ستونزې او فساد په یادو برخو کې د پرمختګونو مخه ډب کړې ده.

هغه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل:”له فساد سره د مبارزې پر ځای لا هم داسې خلک سیستم ته داخلیږي چې د فساد دوسیې لري؛ نو څنګه به سیستم جوړ شي؟”

ده زیاته کړه چې د کرنې له برخې نیولې، د نړیوالې پانګې تر جذب، د کډوالو د راستنېدو تر چارې، سولې او کرونا ویروس د مدیریت اړوند ټولو برخو کې فساد روان دی.

Visits: 489

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.