کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٩) : د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغان دولت مرکچي پلاوي له مشر معصوم ستانکزي سره د سولې پروسې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.
د سولې مرکچي پلاوي له خوا د کب په ٢٦مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ليدنه کې دواړو لورو امنيتي مسايلو، اوربند، د سولې په بهير کې د سياسي مشارکت او د مسکو د کنفرانس په اړه خبرې وکړې.
سرچينې زياته کړې، په دې ناسته کې ټينګار وشو چې په يادو شويو مواردو کې اصولي بحث وشي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز په دوحه کې د سولې مذاکراتو بهير د چټکولو تر څنګ بايد د دغو مذاکراتو د مخته تګ کيفيت وساتل شي تر څو د بهير چټکولو لپاره راتلونکي اقدامات د افغانستان د شخړې د شدت لامل نه شي.
زلمى خليلزاد چې په تېرو دوو اوونيو کې د دويم ځل لپاره کابل ته راغلى، د ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترڅنګ يې له يو شمېر سياستوالو سره هم خبرې کړې دي.
هغه چې تېر ځل کابل ته راغلى و، د ټولشموله انتقالي حکومت په ګډون يو شمېر نوې طرحې له بېلابېلو مطرحو اړخونو شريکې کړې دي.
يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې پرون حکومت او سياسيونو د طرحې په اړه خپل نظريات له زلمي خليلزاد سره شريکې کړي دي.
دا طرحې طالبانو سره هم شريکې شوې دي. د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکټر نعيم وايي چې دوى يې ارزونه پيل کړې ده.
Views: 30
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP