ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د علیپور کسانو د ملي اردو چورلکه ویشتلې؛ د پیلوټ په ګډون نهه سرتېري په کې وژل شوي»

«د علیپور کسانو د ملي اردو چورلکه ویشتلې؛ د پیلوټ په ګډون نهه سرتېري په کې وژل شوي»

author avatar
18 Mar 2021 - 09:28
«د علیپور کسانو د ملي اردو چورلکه ویشتلې؛ د پیلوټ په ګډون نهه سرتېري په کې وژل شوي»
author avatar
18 Mar 2021 - 09:28

کابل (پژواک، ٢٨ کب ٩٩): د ميدان وردګو ولايت ځايي امنيتي سرچينې وايي چې د عليپور وسله والو د افغان ځواکونو چورلکه ويشتلې، څلور پيلوټان او پنځه ځانګړي سرتېري په کې وژل شوي دي.

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې د کب په ٢٨مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د ملي دفاع وزارت اړوند ځانګړو ځواکونو له خوا چورلکه کې د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالۍ ته اکمالات کېدل چې د عليپور وسله والو له خوا پرې بريد شوى دی.

سرچينې زياته کړه چې په دغه بريد کې د ځانګړې قطعې پنځه سرتېري او څلور پيلوټان وژل شوي دي.

په يوه بل راپور کې چې د ميدان وردګو  ولايت امنيتي مسوولينو ورکړی، راغلي چې په دې چورلکه کې بهسودو ولسوالۍ ته مهمات او اعاشوي توکي وړل شوي وو چې د شپې دوولس بجې د ناستې پر مهال د عليپور کسانو له خوا پرې ډزې شوې او غورځولې یې ده.

سرچينې زياته کړې چې يوې چورلکې سقوط کړى او درې نورې بېرته ميدانښار ته ستنې شوې دي.

پژواک هغه لېست هم ترلاسه کړى چې په کې د باميان ولايت اړوند ځانګړې قطعې د پنځو وژل شوو سرتېرو نومونه او نور معلومات خپاره شوي دي.

يوې بلې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې په وژل شوو پيلوټانو کې هغه پيلوټ هم شامل دى چې د کابل پر څلور بستريز روغتون د ډله ييز بريد پر مهال يې چورلکه د ودانۍ پر بام کېنولې وه او لسګونه کسان يې ژغورلي وو.

د ملي دفاع وزارت وياند فواد امان پژواک اژانس ته په ميدان وردګو ولايت کې د يوې چورلکې سقوط تاييد کړ، خو ويې ويل چې په دې اړه يې پلټنې پیل کړې دي.

نوموړي په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.

Views: 2754

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.